هره ورځ د هګۍ خوړل ګټه لري که تاوان؟

د انځور حقوق Getty Images

هګۍ چې بشپړ او له پروتین ډک خواړه بلل کېږي، په اسانۍ پخیږي او لاسرسی هم ورته سخت نه دی.

د امریکايي پوهنتون کنکتیکت د تغذیې برخې کارپوه کرېسټوفر بلسو وايي: "هګۍ د انسان د ودې لپاره ټول مناسب او لازم مواد لري، نو شک نشته چې هګۍ ګڼ ګټور ویټامینونه لري."

بلخوا د هګۍ خوړل مرسته کوي چې زموږ بدن له نورو خوړو هم ویټامینونه جذب کړي. د بېلګې په توګه په یوې څېړنه کې وموندل شوه چې په سلاته کې د هګۍ ورزیاتول کوای شي له سلاتې د ویټامین اي (E) په جذبولو کې مرسته وکړي.

څو لسیزې د چرګو د هګۍ کارونه د لوړ کلسترول (غوړ) درلودو له امله جنجالي موضوع وه، ځکه ځینو څېړنو موندلې وه چې د هګۍ لوړ کلسترول له قلبي ناروغیو سره اړیکه لري.

د یوې هګۍ زیړ ۱۸۵ ملي ګرامه کلسترول لري. خو د امریکا د تغذیې برخې کارپوهانو سپارښتنه بیا دا وه چې د کلسترول ورځنۍ اړتیا ۳۰۰ ملي ګرامه ده.

هګۍ سره له دې چې ګټور خواړه دي، خو ایا موږ ته تاوان هم اړوي؟

کلسترول ژېړ رنګه غوړ دی چې د انسان په ینه او کولمو کې جوړیږي او د بدن په هر ژونکه کې شته. موږ معمولا فکر کوو چې کلسترول تاواني شی دی ،خو دا غوړ د حجرو په جوړښت کې اړین رول لوبوي. همدا راز زموږ بدن د ویټامین ډي او د تستوسترون او استروژن د هورمونونو جوړولو لپاره کلسترولو ته اړتیا لري.

زموږ بدن د اړتیا وړ کلسترول په خپله تولیدوي، خو ترڅنګ یې له حیواني خوړو موندلی شي، لکه د خسي غوښه، د چرګې هګۍ یا پنیر.

څېړونکو په قطعي ډول د کلسترول د کارونې او د قلبي ناروغۍ د خطر لوړولو ترمنځ اړیکه نه ده موندلې. نو ځکه په امریکا او بریتانیا کې د کلسترول پر کارونه محدودیت نه دی لګول شوی، خو په بدل کې یې د بدن ذخیره شوي غوړ د کارولو کچې ته پر پام کولو ټینګار شوی دی چې د قلبي ناروغۍ د خطر د زیاتولو لامل کېږي.

د هغه خوړو کارونه چې زېرمه شوی غوړ لري زموږ د (Low-density lipoprotein) یا "بد کلسترول" کچه لوړوي. ځینې لیپوپروټین (ذخیره شوی غوړ) په طبیعي ډول په حیواني محصولاتو کې موندل کیږي، همدا راز په لوړه کچه په مارګرین (د پخلي یو ډول غوړ)، شیریني، کیک او یو شمېر نورو خوړو کې هم پيدا کېږي.

د سمندري ملخ سربېره هګۍ یوازیني خواړه دي چې ښه کلسترول ډېر او بد کلسترول په کې کم دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلسترول د خسي په غوښه کې هم موندل کېدای شي

د امریکا د کنکتیکت پوهنتون د تغذیې پروفیسوره ماریا لوز فرناندز په خپله وروستۍ څېړنه کې د هګۍ د خوړلو او د قلبي ناروغۍ د خطر ډېرېدو ترمنځ هېڅ اړیکه نه ده موندلې. هغه وايي: "په هګۍ کې شته کلسترول له غوښې او نورو حیواني محصولاتو پرتله ډېر دي او ذخیره شوی غوړ (لیپوپروټین) په وینه کې د کلسترول د کچې لوړېدو لامل کېږي."

د تېرو کلونو په ګڼو څېړنو کې دا موضوع روښانه شوې ده. پر روغتیا د هګۍ د خوړلو اغېز په اړه بحث اوس یو څه بدل شوی دی، ځکه زموږ بدن کوای شي هغه کلسترول جبران کړي چې موږ یې کاروو.

د امریکا د بوسټون ټافټس پوهنتون استاده الیزابېټ جانسون وايي:"داسې سیستمونه په بدن کې کار کوي چې د ډېری کسانو لپاره د کلسترول کارول ستونزه نه جوړوي."

په ۲۰۱۵ میلادي کې اغلې جانسون په ګډون د څېړنې یوې ډلې ۴۰ څېړنې له سره وکتلې او په خوړو کې د کلسترول او د قلبي ناروغۍ ترمنځ هېڅ اړیکه یې ونه موندله.

نوموړې وايي: "د انسان بدن په خوړو کې د کلسترول مصرفولو لپاره ښه نظم لري او په داسې حال کې په خپله کم کلسترول تولیدوي."

د امریکايي پوهنتون کنکتیکت د تغذیې برخې کارپوه کرېسټوفر بلسو وايي چې د چرګې هګۍ د انسان د روغتیا په زیانمنولو کې ډېره کمه ونډه لري. کلسترول هغه مهال زیان اړونکي دي چې زموږ په رګونو کې وسوځي یا له منځه لاړ شي او د هګۍ په کلسترولو کې دا کار نه پېښیږي.

نوموړی وايي: "کله چې کلسترول وسوځي، کېدای شي د رګ د پړسوب لامل شي، خو په هګۍ کې داسې مواد شته چې د کلسترول د له منځه تلو مخه نیسي."

د انځور حقوق Getty Images

ځینې کلسترول (د وینې غوړ) ګټور دی. اېچ ډي اېل (High-density lipoprotein) چې په "ښه" کلسترول هم مشهور دي ینې ته ځي او هلته تجزیه بیا له بدن نه بهر کیږي. ښکاري چې دغه ډول کلسترول په وینه کې د غوړ د جوړېدو د مخنیوي ترڅنګ د قلبي یا رګونو د ناروغۍ پروړاندې په روغ پاتې کېدو کې هم اغېز لري.

د امریکا د کنکتیکت پوهنتون د تغذیې پروفیسوره ماریا لوز فرناندز وايي: "غوره دا ده چې انسانان په خپله وینه کې غوړ پر وړاندې حساس وي، ځکه یو لامل همدا دی چې د قلبي ناروغۍ لامل کیږي."

اړین شی د ښه (HDL) او بد (LDL) کلسترول ترمنځ پرتله ده. د ښه کلسترول زیاتېده په بدن کې د بد کلسترولو د منفي اغېز مخه نیسي.

روغتیا پوهان وايي، که څه هم د ډېری کسانو بدنونه د په خوړو کې د شته کلسترولو د تجزیې وړتیا لري، خو په درې کسانو کې یو د کلسترول له کارولو وروسته په وینه کې ۱۰ تر ۱۵ سلنه د غوړ زیاتېدو سره مخ کیږي.

ښاغلی بلسو وايي، څېړنو ښودلې، هغه کسان چې ډنګر او روغ دي، د چرګې د هګۍ له خوړلو وروسته کېدای شي د بد کلسترول له زیاتېدو سره مخ شي‎. خو هغوی چې چاغ دي یا په شکر ناروغۍ اخته دي، د دوی په بدن کې بد کلسترول کم او ښه کلسترول ډېر تولیدیږي. که چې تاسې روغ یاست او هګۍ خورئ کېدای شي د چاغو کسانو پرتله لومړي پر تاسې منفي اغېز وکړي، خو که روغ یاست دا امکان شته چې په خپل بدن کې ښه کلسترول ډېر لرئ او د بد کلسترول زیاتېده به تاسې ته ډېر تاوان ونه رسوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوې څېړنې وړاندې موندلې وه چې ورځنۍ تر نیمې هګۍ زیاته خوړل قلبي ناروغي رامنځ ته کولی شي

په یوه څېړنه کې چې سږ کال خپره شوه، دا نظر وننګول شو چې د هګۍ خوړل روغتیا ته هېڅ تاوان نه اړوي. څېړونکو د ۳۰ زره لوړ عمر کسانو باندې د څېړنې پایلې په ۱۷ کلونو کې وارزولې او ویې موندله چې ورځنۍ له نیمې هګۍ د زیاتې خوړل په مشخص ډول د قلبي ناروغۍ او مړینې لامل کیږي.

د امریکا نارت وېسټرن پوهنتون څېړونکی او استاد نورینا الېن وايي: "موږ وموندله چې ورځنۍ له ۳۰۰ ملي ګرامه زیات د وینې غوړ یا کلسترول کارونه د ۱۷ سلنه قلبي ناروغۍ او ۱۸ سلنه د مړینې لامل کیږي."

"موږ همدا راز وموندله چې ورځنۍ له نیمې هګۍ زیات خوراک ۶ سلنه د قلبي ناروغۍ د ډېرېدو او ۸ سلنه د مړینې د کچې لوړېدو لامل کېږي."

سره له دې چې د هګۍ او د قلبي ناروغۍ د اړیکې په برخه کې دا تر ټولو لویه څېړنه ده، خو د علت او معلول اړیکه پکې نه لیدل کیږي. دا څېړنه همداراز د هغو کسانو د معلوماتو په بنسټ ده چې دې پوښتنې ته یې ځواب ویلی چې کال مخکې یې څه خوړل او د دوی ارزونه د ۳۱ کلونو په موده کې شوی. په دې معنی چې څېړونکو یوازې د ګډونوالو د تغذیې یو کوچنی او لنډ انځور لرلی دی، له دې پام پرته چې زموږ د خوړو نظام د وخت په تېرېدو توپیر کوي.

دغه څېړنه د پخوانیو څېړنو له پایلو او موندو سره په ټکر کې ده، څو څېړنو ښودلې چې هګۍ د زړه د روغتیا لپاره ګټوره ده. وروستۍ څېړنه تېر کال په چین کې پر نیم میلیون لوړ عمره کسانو باندې شوې. ددې څېړنې پایلې ښودلې چې د هګۍ خوړل د قلبي ناروغیو د خطر د کمولو لامل کیږي. دې څېړنې په ډاګه کړې وه، هغه کسان چې هګۍ خوري د هغوی پرتله چې دا کار نه کوي، د هګۍ په کاروونکو کې د قلبي ناروغیو خطر ۱۸ سلنه کم او د مړینې خطر یې ۲۸ سلنه کم دی.