د نقل مخنیوي لپاره زده کوونکو ته کارتنونه ور په سر شول
د هند په کرناټکا ایالت کې د یوه کالج عملي په ازموینه کې د نقل د مخنیوي لپاره زده کوونکو ته کارتنونه ور په سر کړي وو. د دې کالج چارواکو اوس د دې پېښې له امله بښنه غوښتې ده او منلې یې ده چې دا چاره سمه نه وه.
په بګت کالج کې د کیمیا ازموینې پر وخت د رامنځته شوې دې پېښې انځورونه رسنیو ته ورسېدل چې ورسره دا پېښه د بحث موضوع وګرځېده.
په عکسونو کې ښکاري چې زده کوونکو خپل سرونه په کاغذي کارتنونو کې پوښلي چې له یو بل څخه نقل ونشي کړای.
د کالج یوه چارواکي اېم بي ستیش د بي بي سي هندي برخې ته ویلي چې د نقل د مخنیوي په پار یې داسې پلان عملي کړ چې اوس پرې پښېمانه دی.
نوموړي ویلي د پوهنتون چارواکو دا کار په ازمېښتي ډول ترسره کړ، او دا چاره یې له یوه بل ښوونځي څخه زده کړې وه. هغه وویل، په دې کار ټول زده کوونکي خوښ وو او ان ټولو له کوره د ځانونو لپاره کاغذي کارتنونه راوړي وو.
دده په وینا، په زده کوونو هېڅ ډول فشار نه و. ښاغلي ستېش زیاتوي:
"تاسې په عکسونو کې لیدلی شئ چې څو تنو یې هېڅ کارتن نه دی پر سر کړی. ځینو یې له ۱۵ دقیقو وروسته لېرې کړي وو او ځینو له ۲۰ دقیقو وروسته له خپلو سرونو ایسته کړي وو. نورو ټولو زده کوونکو له یوه ساعت وروسته کارتنونه له سره ښکته کړل".
رپوټونه وايي کله چې د دې پېښې په اړه شکایتونه وشول نو د سیمې د پوهنې ریاست چارواکي یاد کالج ته ورسېدل. د کانکور ادارې مرستیال رئیس اېس سي پیرزاده دا عمل غیر انساني وباله. هغه ټایمز اف انډیا ته وویل:
"کله چې د دې پېښې خبر راورسېد نو زه عاجل پوهنتون ته ولاړم او له چارواکو مې وغوښتل چې دا کړنه ودروي. ما دوی ته خبرداری هم ورکړ".
