د کاناډا ټاکنې؛ جسټن ټروډو بریالی شوی خو اکثریت څوکې یې نه دي ګټلې

جاسټن تروډو د انځور حقوق Reuters

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو خپلو پلویانو ترمنځ څرګند شوی او ویلي یې دي چې دی د دوشنبې د ورځې په ټاکنو کې بیا ګټونکی دی. نوموړي ویلي د هېواد وګړو یې د ده په بیا ټاکلو یو پرمختللي پروګرام ته رایه ورکړې.

په مونتریال کې د لیبرال ګوند په مرکز کې نوموړي وویل، له اقلیمي بدلون سره مبارزه به دده د دولت لومړیتوب وي.

هغه دغه بدلون د اوسني وخت تر ټولو لویه ننګونه بللې ده. د نژدې ټولو رایو له شمېرلو سره د ښاغلي ټروډو ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ ګټلي خو اکثریت یې نه دي ګټلې.

ښاغلي ټروډو د ۱۵۶ څوکیو په ګټلو له مطلق اکثریت ۱۴څوکۍ کمې ګټلې دي. که هغه دغه پاتې څوکۍ ګټلې وای پرته له دې چې له کوم بل ګوند سره جوړجاړی وکړي، یوځل بیا د کاناډا ولسمشر ټاکل کېدو.

خو اوس به نومړی اړ وي چې ۱۴ څوکیو لپاره له بل ګوند سره هوکړه وکړي.

د جسټن ټروډو سیال ګوند محافظه کار ۱۲۲ څوکۍ ګټلې دي. دې ګوند په تېرو ټاکنو کې ۹۵ څوکۍ ګټلې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ښاغلي ټروډو ته د بریا مبارکي ویلې ده. له ارګ نه په خبره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "زموږ ډېر تمرکز به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا زیاتې پراختیا وي".

ولسمشر غني له افغانستان سره په انکشافي، امنیتي او د ښځو د پیاوړتیا په برخو کې د کاناډا له 'دوامداره همکاریو' مننه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د محافظه کار ګوند مشر انډریو شییر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ښاغلي ټروډو ته مبارکي ویلې ده. د کاناډا لومړي وزیر له خلکو مننه کړې او هغوی ته په خطاب چې ده ته یې رایه نه ده ورکړې ویلي، د ده دولت به ټولو لپاره کار کوي.

د دوشنبې د ورځې ټاکنې په کاناډا کې د ښاغلي ټروډو د تېرې کاري دورې په اړه ټولپوښتنې ته ورته بلل کېدې.

په تېرو ټاکنو د کاناډا د لومړي وزیر په مشرۍ لیبرال ګوند د ۱۸۴ څوکۍ په ګټلو تاریخي بریا وموندله او د محافظه کار ګوند څو کلن حاکمیت یې پای ته ورساوه.

د ښاغلي ټروډو محبوبیت په تېرو دوو کلونو کې له څو ناندریو وروسته کم شوی بلل کیږی. په وروستي ځل

د نوموړي هغه عکس د ټاکنو درشل کې جنجال جوړ کړ چې نوموړي پکې د یو زرو یو شپې په نوم مېلسمتیا کې د ګډون لپاره خپل مخ قهوه يي کړی و، خو دا انځور چې رسنیو کې خپور شو، څو دقیقې وروسته ښاغلي ټروډو پښېماني وښوده.

ښاغلي ټروډو د دغه عکس خپرېدو ته په غبرګون کې وویل، له خپله دغه کار سخت پېښمه دی او دا سبق یې زده کړ چې باید ډېر پام وکړي.

د انځور حقوق TIME MAGAZINE
Image caption په دې انځور کې ښاغلی تروډو علاوالدین ته ورته جامو کې ښکاري، چې مخ یې هم یو مخ قهوه يي کړی دی او علاو الدین د یو زر یو شپې کیسو یو کرکټر دی.

یاد عکس کې ښاغلی ټروډو علاوالدین ته ورته جامو کې ښکاري، چې مخ یې هم یو مخ قهوه يي کړی دی او علاو الدین د یو زر یو شپې کیسو یو کرکټر دی.

دا ډول مخ تورول توکمپال ګام تعبیرېږي. ښاغلي ټروډو منلې وه چې دا انځور توکمپال و او باید دا کار یې نه وی کړی.

کله چې خبریالانو وپوښت و، یواځې دا یو ځل یې خپل مخ تور کړی، نو ځواب یې و چې یو ځل بل هم ښوونځي یوه ننداره کې مخ تور کړی و.

جسټن ټروډو د کاناډا د پخواني لومړي وزیر پيیر ټروډو زوی دی او پخوا یې د ونکوور ښار د ویسټ پاینټ اکاډمي کې- چې د خواصو او پوهانو پوهنتون- بلل کېږي درس ور کاوه.

ورته مطالب