د تایلنډ پاچا د 'خورا ناوړه فعالیت' له کبله شپږ کسان له دندې ګوښه کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاچا ویجیرالونګکورن د خپل پلار پرتله زیات په مستقیم ډول خپل واک کارولی

د تایلنډ پاچا شپږ چارواکي د (خورا ناوړه) فعالیتونو په تور له دندې ګوښه کړي دي. پاچا همدا څو ورځې مخکې له خپلې مېرمنې یا شاهي کنسورتې د (له پاچا سره د بې وفایۍ او ناوړه چلند) له کبله ټول پوځي او شاهي منصبونه او لقبونه واخیستل.

په شپږو شړل شویو کسانو کې یوه ښځه، یو لوړپوړی پولیس افسر او د شاهي ساتونکې ډلې یو غړی هم شامل دي. پر دوی تور پورې شوی چې 'د ځان یا نورو کسانو د شخصي ګټو لپاره یې له خپل دولتي دریځه ناروا ګټه اخیستې '.

پاچا ویجیرالونګکورن د دوشنبې پر ورځ له خپلې مېرمنې سینینات ونګ ویجیراپاکدي نه ټول منصبونه او القابات واخیستل. همدا سږ کال جولای کې تایلنډ پاچا په یو لړ مراسمو کې سینینات ونګوجیراپاکدي ته د کنسورټ یا رسمي مصاحبې لقب ورکړ.

خو اوس شاهي ماڼۍ وايي، نوموړې ته ځکه د منصب او القابو بېرته اخیستو سزا ورکړل شوې چې ګواکې هڅه یې کوله ځان په حیثیت کې له ملکې سره برابر کړي.

د انځور حقوق EUROPEAN PHOTOPRESS AGENCY

د تایلنډ د کلتور له مخې په کورنیو یا ټولنیزو روابطو کې نافرماني، د خبرې نه منل او یا هم له کړې ژمنې شاته کېدل د "بې وفایۍ " معنا لري، او له همدې کبله د پاچا په شاهي فرمان کې هم مېرمن ونګوجیرافاکدي په بې وفایۍ تورنه شوې ده.

سینینات ونګوجیرافاکدي د تایلنډ د اوسني واکمن څلورمه مېرمن ده. که څه هم د تایلنډ قانون سړیو ته تر یو د ډېرو ودونو اجازه نه ورکوي، خو په دې هېواد کې پاچا تر هر ډول قانون پورته بلل کېږي او ورباندې نیوکه کول جرم بلل کېږي.

د انځور حقوق EPA

ځینې شنونکي بیا په دې باور دي چې د نوموړې حیثیت کمېدو تر شا د تایلنډ پاچاهي لیدلوری لاس لري چې د نوموړې ادعا شویو جرمونو په اړه یې لري. د تایلنډ پاچا ماها ویجرالونګکورن په ۲۰۱۶ کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته پر شاهي پلاز کېناست او دغه هېواد کې د قانون له مخې پر شاهي کورنۍ نیوکې ممنوع دي او بدل کې یې د زندان سزا ورکول کېږي.

مصاحبه څه وي؟

معمولاً مېرمنې، مېړه یا ملګرې ته ویل کېږي، خو په تایلنډ کې د (شاهي مصاحبې اصطلاح) د پاچا مېرمنې سره سره د هغه د ملګرې یا مصاحبې په توګه رسماً کارېدله او ۳۴ کلنې سینینات ته تېره یوه پېړۍ کې دغه لقب لومړی ځل ورکړل شوی و.

د انځور حقوق Reuters

د سینینات په تړاو که څه هم ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي خو هغه معلومات چې شاهي ماڼۍ ورکړي ښيي چې نوموړې ۱۹۸۵ کال کې د هېواد شمال کې زېږېدلې، یو مهال نرسه وه او له پخواني ولیعهد سره له ملګرتیا وروسته یې شاهي پوځ او امنیتي ادارو ته لار وموندله.

نوموړې پیلوټه شوه، پاراشوټ غونډ کې برخه ورکړل شوه او د سږ کال لومړیو کې د تورنجرال منصب ورکړل شو.

اړونده مطالب

ورته مطالب