"هندي کمپنۍ یوه ورځ کې ۷ میلیارده ډالره تاوان کړی"

انفوسس د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند د ای ټي دا تر ټولو لویه کمپنۍ وايي چې ځینو نامعلومو وېسل بلویرز'هغه کسان چې پټ بد کار بربنډوي' له خوا شکایتونه وشول

د سې شنبې په ورځ د هند د ای ټي یا مالوماتي ټیکنالوجۍ برخه کې د لوی نوم لرونکې انفوسس کمپنۍ په ونډو بازار کې له ۱۷ سلنه زیان سره مخ شوه.

له تېرکال راهیسې تر نننه پورې دا په یوه ورځ کې تر ټولو لوی زیان دی چې په کې پانګه والو ته شاوخوا ۷ نیم میلیارد ډالره تاوان ورسېد.

د سې شنبې په ورځ د ای ټي انفوسس کمپنۍ د مارکېت کپیټلایزېشن ۲.۷۴ لکه کروړ ډالره وه چې تېر مالي کال بیا دا رقم ۳.۲۷ لکه کروړه و.

د مارکېټ کپیټلایزېشن مطلب دا دی چې د ونډو بازار کې د کمپنۍ د کاروبار ارزښت څومره دی. له تاواني کېدو یوه ورځ مخکې پر کمپنۍ ځینې جدي تورونه ولګېدل.

د هند د ای ټي دا تر ټولو لویه کمپنۍ وايي چې ځینو نامعلومو وېسل بلویرز'هغه کسان چې پټ بد کار بربنډوي' له خوا شکایتونه وشول چې په کمپنۍ کې قانون ماتونه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

دوی نیغ په نېغ د انفوسس پر 'سي.ای.او سلیل پاریک' او 'سي.ای.او نلجن رای' باندې تور ولګاوه چې دوی د کمپنۍ عاید او ګټو کې مبالغه کوي او حسابونو کې یې د لاس وهلو هڅه کړې ده.

د کمپنۍ مشرتابه ته په یوه لیک کې شکایت کوونکو د پلټنو او سملاسي ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

دې کسانو لیکلي چې دوی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره برېښنالیک او غږیز ثبت هم وړاندې کولی شي، په دې وخت کې د انفسس کمپنۍ مشر نندن نلیکنې ویلي چې د دې ادعاوو څېړنه کیږي.

د ای ټي انفوسس کمپنۍ وايي، دې شکایتونو ته د وېسل بلویرز د پالیسۍ له مخې کتل کېږي.

نندن نلیکنې ویلي چې د اډټ کمپنۍ تورونه ازاد څېړل کیږي-هغه ویلي چې په ۳۰ سېپټمبر د مشرتابه یوه غړي ته دوه شکایتونو شوي و چې د سېپټمبر ۲۰م تاریخ لیکل شوي وو. د دې لیک سرلیک دا وه 'ډسټربنګ اېنډ ایتهیکل پریکسټر' او یو بل لیک هم چې تاریخ پرې نه و لیکل شوی سرلیک یې دا وه'وسل بلویر کمپلین.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نلیکنې د ونډو بازار ته په یوه بیان کې لیکلي چې دا دواړه شکایتونه په د سېپټمبر ۲۰م اډیټ کمېټې ته استول شوي

د انفوسس د مشر په وینا 'په یوه لیک کې ډېری شکایتونه د دې کمپنۍ د سي ای او د امریکا او ممبیي د سفر په اړه و.'

نلیکنې د ونډو بازار ته په یوه بیان کې لیکلي چې دا دواړه شکایتونه په د سېپټمبر ۲۰م اډیټ کمېټې ته استول شوي و او له هغه بیا د بورډ غړو ته ولېږل. د دوی په وینا، کمپنۍ به د څېړنو له پایلو سره سم اقدام وکړي.

دوی دا هم وویل چې د ازادو څېړنو لپاره (سي ای او) او (سي اېف او) له دې څېړنو جلا کړل شوي دي.

انفوسس کمپنۍ په تېرو دوو کلونو کې د 'وسل بلوئرز' د بې شمېره شکایتونو له امله له جنجال سره مخ ده او له دې امله وشال سکا کو د سي ای او دنده پرېښوده.

د راپورونو له مخې کومو خلکو چې شکایت کړی د کمپنۍ کارکوونکي دي، دوی په لیک کې ادعا کړې چې 'مهم معلومات پټ ساتل کېږي.'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راپورونو له مخې کومو خلکو چې شکایت کړی د کمپنۍ کارکوونکي دي

په دې لیک دوی دا هم لیکلي چې د '۲۰۱۹ م او شلم د درې میاشتني پر پایلو فشار اچول شوی چې یوه معامله کې ۵ کروړو د مخکې ادا کولو یادونه دې نه کیږي، ځکه په دې سره به د کمپنۍ عاید کم وښودل شي او اغېز به یې د ونډو پر بیو پرېوزي.'

د راپورونو له مخې د دې میاشتې په سر کې انفوسس کمپنۍ له اقتصاد پوهانو سره یو کانفرنس کال هم کړی و چې پکې یوه اقتصادپوه انبلډ رویونیو د یوې نامعمولي تبدیلي په هکله دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د محاسبې په پالیسۍ کې هم کوم بدلون راغلی؟

خو په ځواب کې کمپنۍ وویل چې د محاسبې پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

ورته مطالب