پاکستان کې ناروغ بندي ته د درملنې اجازه څنګه ورکول کېږي؟

نواز شریف کا پوسٹر د انځور حقوق ARIF ALI
Image caption د نواز شریف د درملنې په هکله د اپوزیسیون او حکومت ترمنځ ناندرۍ

دې ورځو کې پاکستاني سیاسي مشران د دغه هېواد بندونو کې له نامناسبو طبي اسانتیاوو او له جېل بهر ښو روغتونونو ته د درملنې لپاره د بندي مشرانو له نه لېږلو شکایت کوي.

بي بي سي دې رپوټ کې هڅه کړې چې د اوسني قانون له مخې که څوک د بند پر مهال ناروغېږي، نو د بند اصول څه دي او بندي کله له زندان بهر روغتون ته لېږل کېدی شي او د کومو اصولو له مخې اجازه ور کول کېږي.

د بندي ناروغ شکایت او د چارواکو مسوولیت

د پنجاب د یوه جېل مشر وايي، په دې تړاو روښان اصول شته. د هغه په خبره، د ۷۸۸ اصل له مخې که بندي د ناروغۍ یا طبعې خرابېدو شکایت کوي، نو زندان کې روغتیاپال یې باید معاینه کړي او که اړتیا وه د جېل روغتون کې یې د درملنې لپاره داخل کړي.

نوموړی زیاتوي، روغتیاپال اجازې ته اړتیا نه لري، مګر په دې تړاو به د جېل مشر خبروي او د بندیانو سوبتیا یا حاضري کې به دا خبره لیکي.

له جېل بهر ناروغ وړل

د انځور حقوق Getty Images

خو که اړتیا شوه چې ناروغ بندي له جېل بهر روغتون ته ولېږل شي، بیا د حکومت اجازه پکار ده، چې د صوبې هوم سیکرټري یا د کورنیو چارو منشي به یې لاسلیکوي.

خو دې برخه کې هم اصول شته چې د سختې ناروغۍ له امله که بندي له جېل بهر وړل شوی وي، په همغه ورځ به بند ته ولېږدول شي.

بل دا چې ناروغ بندي به د جېل اړوند ولسوالۍ کې حکومتي روغتون ته لېږل کېږي.

د صوبې د کورنیو چارو منشي واک

د جېل مشر وايي، که اړتیا وي چې بندي له جېل بهر درملنې ته یووړل شي، د صوبې د کورنیو چارو منشي د اجازې اړتیا شته.

د ده په خبره، د جېل د طبي چارواکو او د اړوند ولسوالۍ د حکومتي روغتون متخصص ډاکټر به خپل سپارښتلیک د بندونو عمومي مشر ته لېږي او له هغه وروسته بیا د صوبې د کورنیو چارو منشي پرېکړه کوي.

که اجازه یې وه، نو د پولیسو په بدرګه بندي روغتون ته وړل کېږي او هلته به هم پولیس ګومارل کېږي.

د کورنیو چارو منشي څنګه اجازه ور کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف له جېل بهر درملنې ته د وړلو پر مهال

کله چې د درملنې لپاره له جېل بهر د بندي وړلو غوښتنه د کورنیو چارو منشي ته ورسېږي، هغه د طبي بورډ غونډه جوړوي، چې پکې د بندي پر ناروغۍ خبرې کېږي.

دې بورډ کې دوه، درې او کله څلور ډاکټران وي، چې د بندي د ناروغۍ اړوند متخصص هم پکې وي.

که دوی وویل چې بندي له جېل بهر درملنې ته اړتیا لري، بیا د کورنیو چارو منشي اجاره ور کوي.

سیاسي بندي

د جېل مشر وايي، کله چې د سیاسي بندي خبره شي، مشر د خپل واک له کارولو هم وېرېږي او د صوبايي حکومت پرېکړو ته په تمه وه.

د هغه په خبره، دې برخه کې حکومتونه د سیاسي بندیانو مسله څاري. کله کله دا ډول بندي ته د درملنې اجازه د چارواکو د خپګان سبب هم کېږي.

خو زیاتوي چې د ټولو بندیانو لپاره اصول یو شان دي او د سیاسي او ناسیاسي بندي لپاره کوم توپیر نشته.

بهر ته اجازه

د انځور حقوق Getty Images

د جېل مشر وايي، د درملنې لپاره بهر ته د بندي لېږلو کومه اجازه یې تر نظر نه ده تېره شوې

"زه له ۱۶ کلونو راهیسې مختلفو بندونو کې دنده لرم، خو تراوسه مې داسې اجازه نه ده لیدلې چې پکې بندي ته له هېواد بهر د درملنې اجازه ور کړل شوې وي".

دی زیاتوي دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې مرکزي حکومت ځانګړې اجازه ور کړي، یا هم محکمه د بندي ناروغ ضمانت ومني او خپل حکم کې ولیکي چې پلانی بندي د ضمانت له مخې د علاج لپاره بهر ته د تلو اجازه لري.