ایران: د غلا په تور له یوه سړي ګوتې پرې شوې

د انځور حقوق Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل د ایراني چارواکو لخوا د هغه سړي ګوتو پرېکولو سزا غندلې چې پر غلا تورن و. د دغه سازمان فعالان وايي، د ګوتو پرېکولو دغه سزا چې د شمالي مازنداران سیمې یوه زندان کې ورکړل شوې د 'د تشدد یا ځورونې یوه مکروه بڼه ده. '

بل لور ته ایراني چارواکي وايي، دغه سړي د غلا غدیو په ۲۸ پېښو کې لاس درلود.

د ایران اسلامي جزا کوډ وايي، غله ته باید 'لومړی ځل ' د ښي لاس د څلورو ګوتو غوڅولو سزا ورکړل شي.

د بشري حقونو د پرلپسې اعتراضونو سره سره ایراني چارواکي د بدن غړو پرې کولو سزا د غلا غدیو مخنیوي لپاره تر ټولو غوره چاره بولي او دفاع یې کوي، البته د داسې سزا ګانو ورکولو خورا لږ رپوټونه خپرېږي.

ایران کې د افغان زلمي د ربړولو وېډیو غبرګونونه پارولي

د ایران د پارلمان د غړي له کور د میلیاردونو پیسو غلا کېدل

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د ایمنسټي مرستیال مشر صالح حجازي د پنجشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، ''له مخکې په پلان شوې توګه د بدن غړو غوڅول او وهل ټکول انصاف نه دی. دا پر انساني کرامت ځورونکې ځورونکې حمله ده او د ایران په جزا قانون کې چې دغه غوغا ورسره پای ته ورسېږي، باید پخوا اصلاحات راوستل شوي وای. ''

د ایران عدلیې خبري اژانس (میزان) په خبر کې ویل شوي، دغه سړي ته د چهارشنبې پر ورځ د مازنداران په مرکز کې سزا ورکړل شوې، خو د نوموړي نوم نه دی یاد شوی.

له دې مخکې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې ایراني چارواکو د هېواد شمال ختیځ کې له یوه ۳۴ کلن سړي د پسه غلا کولو له کبله لاس غوڅ کړ. ایمنسټي مسوولین وايي، ایران له ۱۹۹۰ راهیسې نژدې سلو کم عمره مجرمانو ته سزاوې ورکړې چې دا په نړۍ کې تنکیو ځوانانو ته د سزا ورکولو تر ټولو لوړ شمېر دي.