روسي سرتېري خپل اته ملګري په ډزو وژلي دي

د انځور حقوق Getty Images

روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد یوه پوځي خپل اته همکاران د هېواد په لرې پرته ختیځه سیمه کې په ډزو وژلي دي.

د روسیې رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، پېښه کې دوه افسران او شپږ سرتېري وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پوځي چې په توقیف کې ساتل شوی، کېدای شي په رواني ناروغۍ اخته و.

اوکراین روسي پوځیان نیولي

پر روسي پوځیانو د ځیرک تیلیفون کارولو بندیز

پېښه د جمعې پر ورځ ناوخته له ځايي وخت سره سم ماښام ۲۰ باندې شپږ بجې د ټرانسبایکال سیمې په ګورنې کلي کې شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت وايي، پېښه هغه مهال وشوه، چې د پوځي مرکز ساتونکو د پیرې نوبت بدلیده.

د دغه پوځي نوم نه دي څرګند شوی، خو ویل کېږي د پېښې پر مهال یې د پوځي مرکز ساتنه کوله. داسې باور کېږي چې نوموړی سرتېری و.

د دفاع مرستیال وزیر اندرې کارتاپولوف په مشرۍ د یو ځانګړي کمېسیون غړي سیمې ته تللي چې د پېښې په تړاو معلومات راټول کړي.

اړونده مطالب