د معشوقې پخلا کولو لپاره عاشق د زندان دېوال ته ختلی

جرمن

د عکس سرچینه، JVA VECHTA

یو تنکی جرمن ځوان په زندان کې د معشوقې تړلې کړکۍ لیدو لپاره د زندان څلور متره لوړ دېوال ته ختلی او د دیدن لپاره د ستونزو په ګاللو کې د شکسپیر له رومیو هم مخکې شوی دی.

د زندان پر دېوال له ختلو وروسته دغه ۱۸ کلن ځوان له کوزېدو انکار وکړ او د شمالي جرمني زندان چارواکو یې د کوزولو لپاره د اطفایې پوړۍ یا زینه وغوښته.

د جرمن رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، زندان ته د دې زلمي له ورختلو لږ مخکې د ده معشوقې چې هغه هم ۱۸ کلنه ده، له ده سره ملګرتیا ختمه کړې وه.

له اغزن تاره د کالیو ساتلو لپاره نوموړي نیمايي کالي ایستلي وو.

کېدای شي نوموړی له همدې کبله مجازات شي. د ویچتا سیمې زندان یوه ویندوی په خبره دغه خواشینی ځوان په بې صبرۍ سره هڅه کوله خپله مروره معشوقه پخلا کړي او په لومړي چت کې د هغې کړکۍ ته رسېدلی و.

د جرمن خبري شبکې این ډي ار په رپوټ کې ویل شوي، دغه ځوان د برېښنا هغې ستنې له لارې دېوال ته ختلی و، چې د سړک غاړې څراغ پورې غوټه دی او اوس پرې چارواکو اغزن تار پېچلی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ځوان د زندانیانو لیدو مروج دود پر ځای ولې پر دېوال د ختلو له لارې غوښتل خپله معشوقه وویني.

خپله د دې ځوان او د ده د زنداني معشوقې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي او دا هم معلومه نه ده چې د دغه عاشق لخوا د معشوقې پخلا کولو هڅه بریالۍ شوې که نه.

د لیکوال شکسپیر کرکټر مین اتل رومیو ایله د روم یوه باغ دېوال ته د خپلې معشوقې جیولیټ لیدو لپاره چې د کور پر بلۍ یې منتظره وه، ختلی و.