'د هند لوی درستیز په خپلو خبرو سره جګړې ته لمن وهي'

ښاغلي جنرال اصف غفوردا خبرې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د جنرال بپن راوت د څرګندونو په غبرګون کې دی. د انځور حقوق ISPR
Image caption ښاغلي جنرال اصف غفوردا خبرې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د جنرال بپن راوت د څرګندونو په غبرګون کې دی.

د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د هندي پوځ لوی درستیز بپن راوت په ځواب کې ویلي هندی مشر د خپلو سیاسي مشرانو د ټاکنیز کمپاین د پراخېدو لپاره جګړې ته لمن وهي.

ښاغلي جنرال اصف غفور دا خبرې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د جنرال بپن راوت د څرګندونو په غبرګون کې دی.

جنرال اصف غفور په خپل ټویټ کې ویلي: "د هند د پوځ لوی درستیز د خپلو سیاسي مشرانود انتخاباتي کمپاین د پراخېدو لپاره خپلو پرلپسې بې مسؤلیته څرګندونو سره جګړې ته لمن وهي. له جعلي سرجیکل سټرایک(چټک بریدونو) نیولې تراوسه د ده یوازنی بریالیتوب دا دی چې هند پوځ یې د یاغي پوځ په بڼه ښکاره کړ او خپل سرتیري یې ووژل".

دی وړاندې وايي: "که د هندي پوځ د مشر څرګندونې د بې ګناه ملکیانو په وینو رنګ لاسونه، د پاکستاني پوځ په لاس هند ته ځاني زیان، د تخنیکي خرابۍ پلمه کولو وروسته د چورلکې غورځېدلو، یا ورور وژنې سره یو ځای کولو وروسته ووینو، نو مالومېږي چې هغه به د هند د پوځ لوی درستیز دندې بیه د مسلکي عسکري جذبې سره ور کړي "

د هند پوځي مشر جنرال بپن راوت څه ویلي؟

له دې مخکې د هند پوځي مشر جنرال بپن راوت ادعا کړې وه چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د پاکستان د حکومت ولکه نشته بلکې د هغو ترهګرو په لاس کې دی، چې هند واکي کشمیر کې د حالاتو خرابولو هڅه کوي.

د بي بي سي د خبریال شکیل اختر په وینا د قانون د ۳۷۰مې مادې په لېرې کولو سره دا هېواد 'اړینې موخې' ته په رسېدو کې بریالي شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند پوځي مشر جنرال بپن راوت ادعا کړې وه چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د پاکستان د حکومت ولکه نشته

د هند د پخواني پوځي مشر جنرال کري اپا په لمانځغونډې ته جنرال بپن راوت په خپله وینا کې ویلي و چې د قانون ۳۷۰مه ماده لنډمهالې وه او د دې د له منځه وړلو خلاف پاکستان ناڅاپه د دې لپاره غږ پورته کړ چې پر کومو سیمو (کشمیر،ګلګت او بلتستان) باندې پاکستان بې قانوني ولکه کړې د پاکستان په واک کې نه دی، بلکې د ترهګرو په لاس کې دي".

ده وویل، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اصل کې د ترهګرو په ولکه کې پاکستانۍ سیمه ده.'

هغه زیاته کړه: "پر دې سیمه بیا د واک خپلولو لپاره ۴۲ زره سرونه بایلل شوي، ځکه د پاکستان اسټمبلېشمنټ او ترهګرو ته دا ستونزمنه ده چې غلې کیني-نو د دې لپاره د قانون د ۳۷۰مې مادې د له منځه وړلو پر ضد چغې وهي."

همدارنګه جنرال بپن راوت کشمیر کې تر نورو ایالتونو د ډېر پرمختګ په هکله شمېرې رد کړې او دا ادعا هم وکړه چې له مرکز(نوي ډېلي) تر نورو ایالتونو له جمو کشمیر سره څلور ځله ډېرې مالي مرستې شوې، خو دغه ایالت کې د مرستو په اندازه پرمختګ نه دی شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب