هیلري کلېنټن د امریکا ټاکنو ته بیا نوماندیږي؟

هیلاری کلینتون د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې د امریکا او د نړۍ ډېری خلک باوري وو چې نور د یوې ښځې د ولسمشر کېدو وخت را رسېدلی او دا مېرمن هیلري کلېنټن وه.

ټولو د امریکا د سیاست د شیشه يي بام د ماتېدو خبرې کولې خو هیلري کلېنټن له داسې چا ماتې وخوړه چې ټاکنو ته یې په ورتګ ملنډې وهل کېدې.

ډونلډ ټرمپ د میلیونونو کسانو له بې باورۍ سره بریالی پر سپینه ماڼۍ ورننوت.

خو د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیرې د زړه د ډاډ لپاره هغې د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې له خلکو ډېرې رایې اخېستې وې، خو ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کالج د اړین نصاب په ترلاسولو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

خو اوس د دې هېواد د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو ته کابو یو کال پاتې دی، جمهوري پال ګوند د کاندیدۍ لپاره له ډونلډ ټرمپ پرته بل انتخاب نه لري او داسې ښ:اري چې د نوموړي د استیضاح طرحې په پاتې راتلو سره له جمهوریپالو کوم بل کس د نوموړی مقابل کې ودرېږي.

خو بل پلو سیاله ډله- د امریکا ډیموکراټ ګوند کې- تراوسه پوره مالومه نه ده چې څوک به وروستی ګټونکی وي.

دې ګوند کې ځینې لوري په ځانګړي توګه ځینې مالي ملاتړي یې اندېښمن دي چې اوسني نوماندان "پوره ځواکمن" نه دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیرې د زړه د ډاډ لپاره هغې د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې له خلکو ډېرې رایې اخېستې وې

ښايي په دې لامل دې ورځو کې دا ګنګوسې اورېدل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیره او د دې هېواد پخوانۍ لومړۍ مېرمن هیلري کلېنټن ښايي بیا، خو ډېر په ځنډ دې سیالیو ته ودانګي.

خپله نوموړې ویلي هغه وخت د ټاکنو ډګر ته وځي، چې ډاډه شي ډونلډ ټرمپ ته ماتې ور کولی شي.

خو مېرمن کلینټن داسې کومه هڅه هم نه ده کړې چې په اړه یې دا اوازې پای ومومي.

د ورمونټ سناتور برني سنډرز- چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ټاکنو کې د هیلري کلېنټن سخت سیال و او دې څو کلونو کې یې ګوند له منځلارۍ کیڼ لور ته بوولی- هیله من دی چې تېره "حماسه " به تکرار کړي.

هغه دې وروستیو کې د ولسي جرګې د ډېر ملاتړ لرونکي ډیموکراټ سوسیالېست الکساندریا اوکاسیوکورتز ملاتړ هم خپل کړی دی.

د بارک اوباما مرستیال جوبایډن چې د ګوند ځواکمنې کړۍ یې ملاتړ کړی، ځان یوازنی کس بولي چې ډونلډ ټرمپ ته ماتې ور کولی شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ډیموکراټ ګوند کړۍ د مېرمن کلېنټن د نومانېدو خلاف نه دي

سناتور الیزابت وارن هم د ډیموکراټ ګوند هغو درېیو مهم کاندیدانو کې یوه ده چې په بیا بیا له ښاغلي ټرمپ سره ښکېله شوې او ګام په ګام یې ځان په اصلي نوماندې بدل کړی دی.

د ډیموکراټ ګوند د ځینې مخکښو پوهانو په باور ښاغلی سندرز او مېرمن وارن له اندازې ډېر چپ یا لیبرال دي او په دې دلیل دوی باوري دي چې دا ده کسان د ښاغلي ټرمپ د ماتولو لپاره له خلکو په تېره دودیزو سیمو او سانتنپالو کې ډېرې رایې نشي ترلاسولی.

په دې منځ کې نور کسان هم له ډیموکراټیک ګوند د نوماندېدو په تمه دي. له ځوان ښاروال پیت بودجج نیولی ان د کالیفورنیا ایالت سناتور کاملا هریس پورې. خو د نظر پوښتنو له مخې ښايي دوی ښه مرغ ونه لري.

د ډیموکراټ ګوند کړۍ د مېرمن کلېنټن د نومانېدو خلاف نه دي. دوی یې له خلکو سره پېژندګلۍ او د یو ځل نوماندۍ تجربې او له ډونلډ ټرمپ سره مقابلې ته اشاره کوي او په دې باور دي چې تېرې تجربې ته په پام اغلې کلېنټن د ډونلډ ټرمپ د ماتولو لپاره تر ټولو ښه نومانده کېدلی شي.

دا کړۍ چې تر ډېره جوبایډن ته ډېر هیله من وو، په مناظرو کې یې مایوسوونکو چارو او مالي مرستو ټولول یادوي او په دې دلیل هیله من دي چې بل کس نوماند شي.

دا اندېښنه هم شته چې د ښاغلي ټرمپ د استیضاح دوسیې سره د ښاغلي بایډن د زوی تړل کېدل ممکن د نوموړي په ضرر تمام شي.

ورته مطالب