د بازانو پیغامونو لګښت ساینسپوهان پوروړي کړل

بازان د انځور حقوق Getty Images
Image caption برېښنايي مزي د سارايي بازانو ژوند ته یو خطر بلل کېږي

روسیه کې هغه ساینسپوهانو سره پېسې ختمې شوې چې د مهاجرو بازانو څارنې لپاره یې د ګرځنده ټیلیفوني شبکو له لارې له هغوی پیغامونه تر لاسه کول. ویل کېږي دغه بازان تر ایران او پاکستان پورې تللي او ساینسپوهانو ته یې پیغامونه د نړیوال روامنګ له لارې رسېدل چې لګښت یې خورا لوړ او د دوی له وسه بهر شو.

د روسیې موبایل ټیلیفوني شبکې میګافون د دې ساینسپوهانو له حاله له خبرېدو وروسته د دوی پور بښلی او د دوی پروژه یې یوه ځانګړي ارزان بیه سیسټم ته اړولې ده.

بل لور ته څېړونکې ډلې د خواله رسنیو له لارې د بلونو لنډولو لپاره د بسپنې غوښتنه کړې. دغه مرغان د روسیې له سویله او دغه راز له قزاقستانه الوتلي وو.

ویل کېږي چې یو سارايي باز چې ماین نومېږي، تر ټولو ګران تمام شوی چې له قزاقستانه تر ایرانه یې الوت کړی.

عرب ښکاریان بازان له کومه کوي؟

پاکستان د قطر ۵۲ شاهي بازان خوشي کړل

ماین تر څه مهاله د موبایل شبکې له پوښښه بهر و او بیا ناڅاپه په ایران کې راڅرګند شو، چې له هغه ځایه لېږل شوي پریمانه مخابراتي پیغامونه یې د نړیوال روامنګ له حسابه خورا ګران بیه تمام شوي.

په قزاقستان کې د یوه ایس ایم ایس یا لنډ لیکلي پیغام بیه ۱۵روبله ده چې د ۳۰ امریکايي سېنټ برابره ده، خو د ایران لپاره د یوه دغسې پیغام بیه ۴۹ روبلو ته رسېږي چې دې سره ماین د ټولو بازانو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په یوازې سر مصرف کړې ده.

د روسیې څېړونکو دغه ډله رضاکار دي چې د وحشي ژویو بیا رغېدنې په مرکز کې دنده تر سره کوي او پر خواله رسنیو د دوی له لوري د بسپنې لپاره د غوښتنې سرلیک و:

''د بازانو د موبایل لګښت ورکړئ. ''

د انځور حقوق RRRCN SCREENSHOT
Image caption The eagles' winter migration routes from Central Asia (RRRCN website)

د بازانو له الوت وروسته د دوی له لوري لېږل شوي سنګالونه له سټیلایټ تصویرونو سره پرتله کېږي او څېړونکو ته معلومېږي چې دوی خوندي دي او که نه.

په روسیه او مرکزي اسیا کې د برېښنا مزي د دې مرغانو لپاره یوه ګواښنه بلل کېږي، چې شمېر یې په کمېدو دی.

دغه مرغان په سایبریا او قزاقستان کې پیدا شوي، خو په ژمي کې تر سویلي اسیا پورې سفر کوي چې همدا اوس یې ۱۳ د دې څېړونکو له لوري څارل کېږي.

د ریا نووستي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د میګافون له لوري د دوی پور له بخښلو وروسته اوس څېړونکي کولای شي له بازانو اړینه ډیټا تر لاسه کړي چې د دوی په پایښت کې د مرستې لپاره ترې ګټه واخلي.