ترکیه نوې وسلې له کومه کوي؟

ترکی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې شمال کې عملیاتو پسې ځینې اروپايي هېوادونو ترکیې ته د وسلو ور کړه وځنډوله

ډېرو اروپايي هېوادونو د سوریې شمال کې د ترکیې له پوځي لاسوهنې وروسته دغه هېواد ته د وسلو صادرات وځنډول.

ترکیه تر ډېره له اروپایي هېوادونو او امریکا وسله پېري، خو اوس یې د دفاعي مزایل سیستم د ترلاسولو لپاره روسیې ته مخ کړی دی.

دا پوهېدل غواړو چې کومو هېوادونو پر ترکیه د وسلې پلور ځنډولی او اوس دا هېواد د وسلې لپاره څه کوي؟

کومو هېوادونو وسله ځنډولې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه اوس له روسیې د اېس څلور سوه توغندیز سیستم را نیول غواړي.

نهو اروپايي هېوادونو پر ترکیه د وسلې پلورل ځنډولي، چې فنلنډ، چیک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا، سوېډن، برتانیا او کاناډا ویلي، چې ترکیې ته یې د وسلې لېږلو بندیز منظور کړی یا هم پرې بندیز لګوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب ویلي، چې هېواد یې پر ترکیه وسلې پلوري، خو د وسلې صاردولو نوی لایسنس نه ور کوي، ځکه چې نوې وسله سوریه کې د عملیاتو لپاره کارولی شي.

جرمني او اسپانیا هم ویلي چې دوی یوازې پر نویو تړونونو بندیز لګولی دی.

* هغه هېوادونه چې ډېره وسله پېري

* د پاکستان پوځ که د "جینۍ ورور"؟

اروپایي ټولنې په پراخه کچه پر وسله بندیز نه دی لګولی، خو د بهرنیو چارو وزیران یې پر دې یوه خوله دي چې ترکیې ته د وسلې پر صادراتو سخت دریځ غوره کړي.

خو دفاعي شنونکې ایوان سټیفانیا ایسټیفیو وايي، چې دا بندیزونه به د انکرې پر روانو پوځي عملیاتو کوم خاص اغېز ونه کړي.

د هغې په خبره، که په سوریه کې تر کارېدونکو وسلو بندیزونه نور هم مخ ته لاړ شي، نو بیا د ترکیې پر دفاعي صنعت بد اغېز کولی شي.

ترکیه تر ډېره له کومو هېوادونو وسله اخلي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا پر ترکیه د اېف ۳۵ په نوم د تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو پلورل وځنډول.

له ۱۹۹۱ تر ۲۰۱۷ پورې ترکیه د وسلو له پلوه د نړۍ پنځو سترو صادروونکو هېوادونو کې وه.

ترکیې د خپلو دفاعي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ناټو کې د غړیتوب له امله د امریکا او اروپا په څېر پر خپلو ملګرو ولاړه وه.

ترکیه له امریکا د وسلو تر ټولو ستر واردوونکی هېواد دی او ترکیې پر ۲۰۱۴ کال تر ۲۰۱۸ کال پورې د خپلې ترلاسه کړې وسلې ۶۰ سلنه له امریکا اخیستې وه.

له امریکا وروسته ترکیه تر ډېره له فرانسې، اسپانیا او برتانیا وسلې را نیسي.

د تېرې پېړۍ اتیایمو او نويیمو کلونو کې د ترکیې پوځي حکومتونو له امریکا د وسلې اخیستلو ریکارډ جوړ کړی و.

* د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

* د پاکستان او هند پوځي وړتیا پرتلل

دې ادارو جنګي الوتکې، توغندي، چورلکې، ټانکونه یا شوبلې، بېړۍ او دا ډول نورې وسلې واخیستې، چې اوس یې هم ترک پوځ کاروي.

خو اوس رویه د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت توغندیز ډال د را نیولو لپاره روسیې ته مخه کړې او د همدې پرېکړې له امله یې له ناټو سره د یووالي په هکله اندېښنې پیدا شوې دي.

ناټو وايي، د دې تړون له مخالف هېواد (روس) د اېس۴۰۰ توغندیز سیستم اخیستل د ناټو امنیت ته ډېر تاوان رسوي، ځکه د ترکیې پوځي سیستم او سرحدي دفاعي سیستم د ناټو له مرکزي نظام سره تړلی دی.

د ترکیې د دې ګام ځواب کې امریکا هم پر انکره د اېف ۳۵ جنګي الوتکو پېرل وځنډول. اېف ۳۵ د نړۍ تر ټولو نوې جنګي الوتکې دي.

د جیو ستراتیجیک اهمیت له مخې د امریکا او ناټو ډېرې پوځي اډې ترکیه کې دي. د ترکیې ختیځ کې د امریکا د دفاعي ډال سیستم او د ناټو د عملیاتو قومندې مرکز هم دی.

د ترکیې سوېلي ښار عدانا هوايي اډه کې هم نږدې ۵۰ اتومي بمونه شته.

د ترکیې د وسلو کورنی صنعت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه وايي دا مهال د خپلې اړتیا وړ وسلې ۷۰ سلنه په خپل کور کې جوړوي.

له بهر د وسلو د پېر کمولو لپاره ترکیې له یوې لسیزې راهیسې د خپلو وسلو صنعت کې نوی کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دې وروستیو کې وویل، هېواد یې د اړتیا وړ ۷۰ سلنه وسله خپله جوړوي او هم نورو هېوادونو ته وسله صادروي.

دفاعي شنونکې ایوان سټیفانیا استیفیو وايي، دا پوره روښانه نه ده چې چې د ترکیې دفاعي صنعت خپلې اړتیاوې تر کومې اندازې پوره کوي.

د هغه په خبره، کومې وسلې چې ترکیه یې د خپل صنعت تولید بولي، په حقیقت کې د لایسنس له لارې د ترلاسه شوې یا صادرې شوې وسلې په ډله کې راځي.

له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ کال پورې ترکیې د وسلو صادرات ۱۷۰ سلنه ډېر کړي دي.

تر ۲۰۱۸ کال ترکیه نړۍ کې د وسلو ۱۴ ستر صادروونکی و او سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او ترکمنستان ترې وسلې اخیستې دي.