هند کې د 'یوګا ۹۹ کلنه نیا' ومړه

Yogi

د هند په جنوبي ایالت تامیل نادو کویمباتور کې د یوګا د ورزش ښوونکې 'وي نانامال' چې د "یوګا نیا" بلل کېده، په خپل کور کې ومړه.

نوموړې ۹۹ کلنه وه او لا یې هم سلګونه زده کوونکي درلودل.

نانامال په یوه کروند ګره کورنۍ کې زېږېدلې او د یوګا ورزش یې له خپل پلار څخه زده کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

هغې د یوګا څه باندې ۵۰ تمرینونه رامنځ ته کړي. نوموړې له یو میلیون څخه زیات زده کوونکي وروزل او ددې تر لاس لاندې سلګونه نور روزنکي اوس په نړۍ کې په خپل کار بوخت دي.

نوموړې په دې ورزش کې د 'یوګا د ادې' نوم خپل کړ او د هندي چارواکو له خوا د 'پدما شېري' په مډال هم ونازول شوه.

نانامل په وروستیو کې په یوټیوب چینل کې یوه وتلې څېره شوه چې په زړبوډۍ کې یې هم یوګا ورښودله. هغې هندي ګلابي ساري اغوستله چې په همدې سره مشهوره شوې هم وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ناناوېل په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بي بي سي ته وویل چې د ښې روغتیا راز یې په ورځني یوګا کې دی.

د هند د پي ټي ای خبري اژانس د نوموړې د کورنۍ په وینا وايي، یوه اونۍ مخکې هغه ناروغه وه چې د خپل خوب له چپرکټه ولوېده.

ناناوېل په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بي بي سي ته وویل چې د ښې روغتیا راز یې په ورځني یوګا کې دی.

نوموړې وویل: "کله چې روغتیا ته درته لومړیتوب ولري، هرڅه ترلاسه کولی شې."