ولسمشر ټرمپ: د داعش مشر ابوبکر البغدادي مو وژلی دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژلی دی. ولسمشر ټرمپ وویل، په دې عملیاتو کې د داعش ګڼ جنګیالي هم وژل شوي، خو امریکایي ځانګړو ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو ویلي وو چې امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر پر ضد عملیات کړي دي، خو د هغه د وژنې خبره رسماً نه وه تائيد شوې.

خو ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د البغدادي راتګ راتګ او فعالیت څارلو، او له بشپړ ډاډ نه وروسته یې د یکشنبې پر سهار د هغه پر ضد عملیات وکړل.

ښاغلي ټرمپ وویل، د عملیاتو پر مهال البغدادي له امریکایي ځواکونو د تېښتې په حال کې و، او د امریکایي پوځ سپیان ورپسې وو. ده ده په وینا، البغدادي پر یوه تونل ور ننوت او وروسته یې د خپل ځانمرګي واسکټ پر مټ ځان والوځاوه.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکایي ځواکونو د البغدادي د بدن ټوټې هم له ځانه سره یوړې او وروسته یې پرې ډي اېن اې ازموینې وکړې او ثابته شوه چې وژل شوی کس البغدادي دی.

هغه وویل، د عملیاتو پر وخت د البغدادي دوه مېرمنې هم هلته شته وې، چې په نښته کې دواړه ووژل شوې. ښاغلي ټرمپ وویل، دواړو مېرمنو یې ځانمرګي واسکټونه اغوستي وو، خو ونه توانېدې چې ځانونه والوځوي.

ولسمشر ټرمپ وویل، له عملیاتو وروسته امریکایي ځواکونو ۱۱ ماشومان، چې د البغدادي ماشومان هم پکې وو، په سیمه کې داسې چا سره پرېښودل چې امریکا پرې باور کولی شي.

ښاغلي ټرمپ وویل، امریکا له دې عملیاتو وړاندې په سیمه کې روسي ځواکونو ته حال ورکړی و چې دوی عملیات ترسره کوي، خو دا یې نه وو ورته ویلي چې څه ډول عملیات کوي او موخه یې څه ده.

په همدې خبري کنفرانس کې ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا نور نه غواړي چې پوځیان یې په سوریه کې پاتې شي او داسې جګړه پر مخ بوځي چې ګټه یې نورو هېوادونو ته رسېږي.

هغه زیاته کړه، د سیمې ټول هېوادونه له داعش کرکه کوي، نو ولې یې یوازې امریکا باید پر ضد جګړه وکړي. ولسمشر ټرمپ وویل، امریکایي ځواکونه به یوازې د تېلو خوندي کولو لپاره په سیمه کې پاتې کېږي.

د انځور حقوق Socialmedia
Image caption د یکشنبې پر سهار داسې رپوټونه وو چې امریکا د داعش ډلې مشر په نښه کړی دی

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې له خپل خبري کنفرانس څو ساعته وړاندې په یوه مرموز ټویټ کې ویلي: "یو لوی څه پېښ شوي دي."

له دې ټویټ سره سم امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي وو چې د دې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې خبر څو وارې وړاندې هم خپور شوی خو وروسته ناسم بلل شوی دی.

ابو بکر البغدادي څوک و؟

د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) مشر ابوبکر البغدادي هڅه کوله، چې په اړه او د اوسېدو د ځای په باب یې ډېر کم معلومات خپاره شي.

د البغدادي مخکنی مشر ابو مصعب الزرقاوي و، چې د مرګ تر ورځې پورې یې په عراق کې د تر ټولو خطرناکې ډلې مشري کوله، د عمر په وروستیو کې پټ شوی و، خو تر افشا کېدا وروسته د امریکایانو له خوا په ۲۰۰۶ کال کې ووژل شو.

د داعش اوسني مشر خپلې ډلې ته زرګونه نوي جنګیالي ورجذب کړي وو، چې د منځني ختيځ له ډېرو منظمو جنګېدونکو ډلو څخه ګڼل کېږي.

Image caption د عراق د کورنیو چارو وزارت د بغدادي دا انځور د ۲۰۱۴ جنورۍ کې خپور کړ.

اټکل کېږي، چې بغدادي په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کې زیږېدلی. د رپوټونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات امام و.

ځینې پر دې باور ديو چې هغه د صدام حسین د حکومت پرمهال یو جهادي مشر و. ځینې نور بیا وايي کله چې نوموړی د بوکا په زندان کې څلور کاله بندي و، سخت دریځي یې لاپسې ډېره شوه.

بوکا زندان او پوځي اډه د عراق په جنوب کې پرته ده، چې امریکایانو تر ډېره هلته د القاعدې نیول شوي مشران بندیان کړي وو.

هغه په ۲۰۱۰ کال په عراق کې د القاعدې مشر شو. د عراق القاعده هغه ډله وه، چې ورسته د داعش په نامه بدله شوه. بغدادي په سوریه کې د نصرت جبهې د یوځای کولو په هڅه کې نور رول پیدا کړ.

هغه د القاعدې له اوسني مشر ایمن الظواهري سره بیعت نه و کړی. ظواهري له داعش غوښتي وو چې پر عراق خپل پام ورټول کړي او سوریه د نصرت جبهې ته وسپاري.

بغدادي او جنګیالي یې په ښکاره له ایمن ظواهري سرغړونه کوي، چې د ډېری شنونکو په وینا، بغدادي اوس د اسلامپالو سخت دریځو له ډېر ملاتړ او واک څخه برخمن شوی و.

الظواهري لاهم د خپلو استازو او نژدې کسانو په پاکستان، عربستان او شمالي افریقا کې د خپلو مینه والو منځ کې محبوبیت لري، خو بغدادي په لا ډېر دقیق پلان جوړولو، ښه جنګي تاکتیک او مدیریت شهرت درلود.

د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې امریکا په رسمي توګه بغدادي "ترهګر" وباله او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیون امریکايي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات لري او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شي.

ورته مطالب