د البغدادي یوې ښځې د خپل مېړه موندلو کې 'مهم رول' لوبولی

ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د سپینې ماڼۍ د عملیاتو خونه کې د البغدادي د وژلو صحنه لیدله د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د سپینې ماڼۍ د عملیاتو خونه کې د البغدادي د وژلو صحنه لیدله

عراقي، امریکايي او کردي چارواکو د البغدادي د څارلو په اړه ځینې نوي معلومات خپاره کړي چې وايي، څو میاشتې وړاندې هغه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا څارل کېده او یوې مېرمنې یې د څرک په لګولو کې همکاري کړې ده.

عراقي چارواکي وايي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې یوه جګپوړي مشر دوی ته معلومات ورکړي وو چې څنګه البغدادي له یوه ځابه بل ته تښتي.

د اسمعیل العیثاوي په نامه دغه کس له هغو پنځو نیول شویو کسانو څخه دی، چې عراقي استخباراتو ته یې د البغدادي له وژل کېدو مخکې د هغه د پټنځیو په اړه مهم معلومات ورکړي.

العیثاوي ویلي، البغدادي ځینې وخت له خپلو مشرانو سره په کوچنیو موټرو کې، چې سبزي به پکې بار وه او پر ده څوک شک ونه کړي، خبرې کولې.

العیثاوي په ۲۰۰۶ کال له القاعدې شبکې سره یوځای شو او په ۲۰۰۸ کال امریکايي ځواکونو نیولی او څلور کاله بندي و چې بیا وروسته یې له خپلې سوریایۍ مېرمنې سره سوریې ته وتښتېد.

د البغدادي مېرمن

یوه عراقي امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، په سوریه کې څارګرو هغه مهال د یوه عراقي سړي ځایګی معلوم کړ، چې سر یې په رنګه ټوکر پېچلی و او په ادلب ښار کې ګرځېده.

دا کس العیثاوي و، دی تر هغه کوره وڅارل شو چې البغدادي پکې اوسېده.

په عراق او سوریه کې د عراقي او کردي استخباراتو پټ معلومات ښيي، چې د البغدادي یوې مېرمنې د پوښتنې ګروېږنو پرمهال د خپل مېړه د ځایګي معلومولو په اړه ډېره مرسته کړې ده.

امریکایانو د دې ښځې نوم "کایلا مولر" ښودلی چې وړاندې له "اسلامي دولت" ډلې سره بندۍ وه.

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا متحدین وايي سره له دې چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی، خو د دې ډلې پرضد جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له یادو عملیاتو د هرکلي ترڅنګ، تروریزم د بشریت دښمن ګڼي چې سرحد نه پېژني او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د ابوبکر بغدادي وژنه چې د تروریستي ډلو د خطرناکو رهبرانو څخه وو، داعش ډلې ته ستره ضربه بولي"

په اعلامیه کې راغلي: "دا چې د تروریزم شومه پدیده له کلونو راهیسي زموږ له ولسونو قرباني اخلي، د تروریستي ډلو د رهبرانو په ځانګړي ډول د داعش د رهبر ابوبکر بغدادي وژل، نه یواځې د تروریستي بریدونو د کموالي او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دي، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لري."

ترکیه نوې وسلې له کومه کوي؟

روسیه د طالب-امریکا د خبرو سملاسي پیلېدل غواړي

امریکا کې د حجاب له امله مسلمانه لوبغاړې له لوبو واېستل شوه

د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون وویل د البغدادي وژل کېدل داعش ډلې ته یو ستر ګوزار دی او په وینا یې هېواد به یې د داعش ډلې د بشپړې ماتې پورې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

دغه راز برتانیا هم ویلي چې د البغدادي وژل کېدل یوه لاسته راوړنه ده خو دا د داعش د ډلې پای نه دی.

د برتانیا لومړي وزیر باریس جانس پر ټویټر خپل پيغام کې ویلي هېواد به یې له خپلو نړیوالو ملګرو سره په ګډه د داعش ډلې "وحشیانه فعالیتونو" پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دې ترڅنګ چې د ابوبکر البغدادي وژل یې دغې ډلې ته یو ستر ګوزار وباله ټینګار یې وکړ چې په منځني ختیځ کې لومړیتوب دداعش ترهګرې ډلې ماتول دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژلی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایف لودغیان (JEAN-YVES LE DRIAN) د اسلامي دولت نومې ډلې له منځه وړلو لپاره پر لا ډېر کار ټینګار کړی.

"د ابوبکر البغدادي وژنه د سیمو له لاسه ورکولو وروسته د داعش ډلې لپاره یوه مهمه مساله ده.

د هغه وژنه باید مو ږ وهڅوي چې د ترهګرۍ د ماتولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. په دې برخه کې د امریکا او د داعش پر ضد د ټلوالې هڅې ستایو چې دا یې پای نه دی."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د البغدادي وژنه ستایلې او پر ټویټر یوه پیغام کې یې ویلي هېواد به یې د ترهګرۍ پرضد ګډې مبارزې ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د تېر په څیر د هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا د ولسمشر له خبري غوندې وروسته دسوریې د ډیموکراټيکو ځواکونو مشرانو یوې خبري غونډې ته وویل، د داعش د مشر پټنځای ددوی ځواکونو موندلی و.

دوی وايي، د نوموړي پرضد عملیاتو کې دوی د ادلب په باریشا کلي کې د ترکيې یوې نظامي اډې ته څېرمه موقعیت درلود.

دوی ټینګار کړی چې د داعش پروړاندې به د دوی مبارزه دوام ولري.

امریکا له روسیې ، ترکیې ، عراق ، سوریې او کردانو مننه وکړه چې په دې عملیاتو کې یې مرسته وکړه.

خو روسیې د البغدادي د وژنې عملیاتو کې له خپل اړخه د مرستې خبره رد کړې ده.

د انځور حقوق SOCIALMEDIA
Image caption د یکشنبې پر سهار داسې رپوټونه وو چې امریکا د داعش ډلې مشر په نښه کړی دی

رویټرز د روسیې دولتي خبري اژانس په حواله د روسیې د لوی درستیز ایګور کوناشنکوف له قوله رپوټ ورکړی چې روسیه په ادلب کې د امریکايي الوتکو له پروازه خبره نه ده.

هغه زیاته کړې پر شنبه په ادلب کې د نړیوال ائتلاف هیڅ ډول پرواز نه دی ثبت شوی. د سوریې هوايی حریم د روسیې په واک کې دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند د دې عملیاتو د اعتباري بریا په اړه شک ښودلی او زیاته کړې یې ده: "په دې عملیاتو کې د ګډونوالو هېوادونو په زیاتېدو چې هر یو په دې عملیاتو کې د ګډون ادعا کوي او هر یو متناقض جزیات وړاندې کوي، داسې پوښتنې پیدا کوي او ددې عملیاتو د بریا په ځانګړې توګه د اعتبار په اړه یې شکونه مطرح کیږي."

د ایران د ولسمشر لوی مشاور علي ربیعي ویلي د البغدادي وژنه د داعش ډلې د پای په معنی نه دی، ده پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي هغسې چې د اسامه بن لادن وژنې د ترهګرۍ ریښه وچه نکړه د البغدادي وژنه به هم د ده په ونیا د داعشیزم پای نه وي.

د ایران د اطلاعاتو او ټکنالوجي وزیر محمد جواد اذري جهرمي د امریکا د ولسمشر ټرمپ ټويټ بیا خپور کړی او ورته یې لیکلي: "څه مهمه خبره نه ده، یوازې مو خپل تولید وواژه"

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د البغدادي د وژنې له رسمي تایید وروسته د دغه هېواد دفاع وزیر مارک ایسر وویل البغدادی د امریکایانو پرضد د ډېرو جرمونو مسؤل و.

"ښاغلي اسپر وویل ښکاره خبره ده چې هغه یو ډارن او وژونکی کس و، هغسې چې ولسمشر وویل چې هغه خلک څنګ ووژل، امریکایان یې ووژل، او په تېرو کلونو کې یې له خلکو سرونه غوڅ کړل او پر یوې امریکایۍ ځوانې ښخې یې جنسي تیری وکړ. هغه یو وژونکی و نړۍ پرته له هغه ښه ده."

د امریکا ولسمشر پرون د البغدادي وژنه رسما اعلان کړه، هغه وویل دا عملیات دوه اونۍ وړاندې پيل شوی و خو دا چې البغدادي په یوه ځای کې نه پاتې کېده عملیاتو هم دوام وکړ.

د اته څلویښت کلن ابوبکر البغدادي اصلي نوم ابراهیم السامرائي و ، د القاعده ډلې غړی و خو په ۲۰۱۳ کال کې یې له دې ډلې لاره جلا کړه. البغدادي د ۲۰۱۴ کال په جولايي میاشت کې د عراق په موصل کې د اسلامي خلافت اعلان وکړ.

ورته مطالب