ابو بكر البغدادي؛ د فوټبال له لوبغاړي د "داعش تر خلافته"

ابو بکر البغدادي د انځور حقوق Reuters
Image caption ابو بکر البغدادي په لومړي ځل د ۲۰۱۴ کال جولای کې موصل کې راڅرګند شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي وژل کېدل اعلان کړل.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، البغدادي د سوریې شمال کې د امریکا پوځي عملیاتو کې ووژل شو. په دې عملیاتو کې ۸ امریکايي چورلکو ګډون درلود.

البغدادي وروسته تر هغه چې په عراق او سوریه کې یې خپل خلافت اعلان کړ، په وروستیو کلونو کې پټ ګرځېده، د ده خلافت د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې د سوریې له باغوز جګړې وروسته ړنګ شو.

البغدادي امریکا ته مطلوب کس و، چې پر سر یې ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

ویلیم مکېنټ په خپل "د اسلامي دولت جوړېدو ورځ: د نړۍ پای ته د اسلامي دولت تاریخ، ستراتیژي او لیدلوری" کتاب کې وايي: ""که البغدادي مړ شي، نو دا ډله به له سیاسي پلوه هر څه له لاسه ورکړي".

البغدادي، چې اصلي نوم یې ابراهیم عواد ابراهیم البدري و، په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کې زیږېدلی.

نوموړی د یوې منځلارې متدینې سُني کورنۍ غړی و، چې له البدري قبیلې سره یې تړاو درلود.

البغدادي ماشومتوب په سامراء ښار کې تېری کړی او بیا وروسته په ۱۸ کلنۍ کې بغداد ته ولېږدېد.

نوموړي په ۱۹۹۶ کال له بغداد پوهنتون نه په اسلامي زدکړو کې لېسانس واخیست، بیا یې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو کې د صدام حسین د اسلامي زدکړو پوهنتون کې ماسټري او دوکتورا هم واخیسته.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا البغدادي په عراق کې لس میاشتې بندي کړی و

البغدادي تر ۲۰۰۴ کاله د بغداد شمال لوېدیځ الطوبجي کلي کې اوسېده، دی هلته په ارام سړي مشهور و، چې د کلي جومات کې به یې ماشومانو ته قرآن شریف ورښود، همدارنګه د کلي د فوټبال لوبډله کې هم لوبېده، خو هغه وخت یې کوم سیاسي فعالیت نه درلود.

اټکل دی چې البغدادي له سخت دریځو سلفي ډلو سره ورو ورو نژدې کېده، چې بالاخره په ۲۰۰۰ کال یې له جهادي سلفي ډلو سره لاس یو کړ.

د "اسلامي دولت" (داعش) راپورته کېدل

په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته، البغدادي د "اهل سنت او جماعت پوځي" وسله والې ډلې په جوړولو کې ونډه واخیسته.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۴ کال په فبرورۍ میاشت کې الفلوجه ښار کې البغدادي ونیو او په "بوکا" پوځي زندان کې کابو لس میاشت بندي و، هلته ګڼ نور سخت دریځي اسلامپالي هم ساتل کېدل.

نوموړي په دې زندان کې له نورو سخت دریځو زندانیانو سره، چې بیا وروسته د اسلامي دولت ډلې قومندانان هم شول، وخت تېر کړ.

البغدادي په زندان کې تل وعظ او نصیحت کاوه، لمانځه ته یې هڅول او د جمعې خطبه به یې ویله.

د انځور حقوق EPA
Image caption البغدادي د سوریې له ګډوډۍ په ګټه اخیستو هلته خپل نفوذ ‌ډېر کړ

یوه بندي ویلي، البغدادي زندان کې لږ خبرې کولې او منظم سړی و او په زندان کې یې صدام ته نژدې کسان جهادي سلفي ډلې ته وربلل.

البغدادي په بوکا کې له بندیانو سره ژور اړیکي جوړ کړل، چې بالاخره د ۲۰۰۴ دیسمبر میاشت کې تر خوشې کېدو وروسته یې هم له هغوی سره اړیکي وپالل.

امریکایانو ځکه هغه خوشی کړی چې په وینا یې د خطر کچه یې ټیټه ده.

په ۲۰۰۴ کال د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي وو: "کله مو چې هغه په ۲۰۰۴ کال ونیو، د سړک غاړې کوڅه ډبی و، خو موږ نه پوهېدو چې هغه به د "اسلامي دولت" ډلې مشر کېږي".

تر خوشي کېدو وروسته البغدادي په عراق کې د القاعدې شبکې له ویاند سره اړیکه ونیوه، چې هلته یې مشري اردني ابو مصعب الزرقاوي کوله.

د القاعدې ویاند د البغدادي له شرعي او دیني پوهې اغېزمن شو، همدا وو چې د سوریې پلازمېنې دمشق ته یې په سفر کولو قانع کړ، چې هلته د القاعدې تبلیغاتي سیستم مخته یوسي.

البغدادي په عراق کې د القاعدې شبکې له مشر ابو مصعب الزرقاوي سره خپله اړیکه لا پسې ټینګه کړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسلامي دولت نومې ډله القاعدې شبکې ته یو لوی سرخوږی و

د ۲۰۰۶ کال لومړیو کې عراق کې القاعدې یوه جهادي ډله جوړه کړه او د "مجاهدینو شورا" نوم یې ورکړ.

د ۲۰۰۶ جولای کې د امریکا هوايي برید کې د ابو مصعب الزرقاوي تر وژل کېدو وروسته، ابو ایوب المصري د هغه ځای ناستی شو.

د همدې کال په اکتوبر میاشت کې ابو ایوب المصري په عراق کې القاعده شبکه منحل کړه او پر ځای یې "اسلامي دولت" نومې ډله جوړه کړه چې دې ډلې له اصلي القاعده شبکې سره خپله ملګرتیا ټینګه کړه.

نوی مشر

د البغدادي ستوری هغه مهال ژر وځلېد، چې په اسلامي علومو کې یې وړتیا لوړه وګڼل شوه او د بهرنیو جنګیالیو پر جذبولو کې یې خاص مهارت درلود.

البغدادي د دغې ډلې د شورا مشرتابه غړی شو، چې ۱۱ نور غړي یې هم لرل.

په ۲۰۱۰ کال دې شورا د خپل پخواني مشر او بنسټګر ابو عمر البغدادي تر وژل کېدو وروسته ابو بکر البغدادي د یادې ډلې نوی مشر وټاکه.

د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو له ډېرېدو سره البغدادي ددې ډلې غړي او جنګیالي سره منسجم کړل.

د انځور حقوق Socialmedia
Image caption ابو بکر البغدادي له پنځو کلونو وروسته د ۲۰۱۹ اپریل پر ۲۹مه یوه وېډیو کې راڅرګند شو

سوریه کې کورنۍ شخړه

په ۲۰۱۱ کال تونس، مصر او سوریه کې د پاڅونونو او عرب پسرلي له پیلېدو وروسته، البغدادي له وخته په ګټې اخیستو خپل یو سوریایی همکار ابو محمد الجولاني په سوریه کې د خپلې ډلې د څانګې جوړولو لپاره وګوماره چې وروسته دا ډله په "نصرت جبهه" مشهوره شوه.

د البغدادي او نصرت جبهې د مشر ترمنځ ژر اختلاف پیل شو.

په ۲۰۱۳ کال البغدادي وویل، نصرت جبهه په عراق کې د اسلامي دولت ډلې برخه وه چې وروسته یې نوم "په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله" شو.

البغدادي د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري هغه غوښتنه رد کړه چې ګني نصرت جبهې ته خپلواکي ورکړل شي. همدا وو چې الظواهري د ۲۰۱۴ فبرورۍ کې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره د القاعدې اړیکي غوڅ کړل.

البغدادي او ډلې یې نصرت جبهه کې له جنګېدو انکار وکړ.

Image caption محمد سعید مولا چې په عبدالله قره‌داش مشهور دی.

ابو بکر البغدادي تر مرګ کابو دوه نیمې میاشتې مخکې خپل ځایناستی معرفي کړی و: محمد سعید مولا چې په عبدالله قره‌داش مشهور دی.

البغدادي په لومړي ځل په ۲۰۱۴ د عراق شمال الموصل ښار کې وروسته تر هغه راڅرګند شو، چې "اسلامي دولت" ډلې دغه ښار ونیو او هلته یې د موصل النوري جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال ځان د "مسلمانانو خلیفه" اعلان کړ.

ورته مطالب