د البغدادي وژل کېدو پسې د 'اسلامي دولت' ویاند هم وژل شوی

سوریه کې هغه ځای چې البغدادي په کې په نښه شوی د انځور حقوق EPA
Image caption سوریه کې هغه ځای چې البغدادي په کې په نښه شوی

کردي وسله وال وايي، د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ویاند ابو حسن المهاجر د دغې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي تر وژل کېدو څو ساعته وروسته پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د دیموکراتو کردانو ځواکونو ویلي، امریکايي ځواکونو په جلا عملیاتو کې ابو حسن المهاجر، چې ډېر اټکل کېده د البغدادي ځای ناستی به شي، وژلی دی.

اټکل دی چې المهاجر جرابلس ته څېرمه په عین البیضاء کلي کې وژل شوی.

د سوريې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې هم د المهاجر وژل کېدل تایید کړي.

دغه سازمان وايي د "اسلامي دولت" پنخه مخکښ قومندانان هم د سوریې د دیموکراتو ځواکونو په ملګړتیا د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

د البغدادي وژل کېدل دغې ډلې ته یو لوی ګوزار ګڼل کېږي، چې تر اوسه یې د بل مشر په ټاکل کېدو سلا نه ده شوې.

خو دغې ډلې ویلي، که مشر هم ونه لري په سوریه او بهر کې د بریدونو وړتیا لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه ځای چې المهاجر په کې په نښه شوی

امریکا د البغدادي پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د "اسلامي دولت" ډلې غړي په هغه چاودنه کې وژل شوي، چې البغدادي پر ځان پورې د تړلو چاودېدونکو توکو له کبله کړې وه.

ټرمپ وايي، له البغدادي سره د هغه درې ماشومان هم وژل شوي.

ورته مطالب