د ابوبکر البغدادي وژنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ابوبکر البغدادي وژنه

د امریکا ملګرو هېوادونو خبرداری ورکړی چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې خلاف جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې. د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي پرون سوریه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د فرانسې ولسمشر امانیول مکرون دا عملیات د دغې ډلې لپاره لوی ګوزار بللی او وايي فرانسه به د داعش د له منځه وړلو په موخه خپل فعالیت روان ساتي.

بریتانیا بیا د البغدادي وژنه یوه مهمه شېبه بللې خو وايي دا د دې ډلې پای نه دی.