امریکا: د داعش د مشر البغدادي پاتې شوني له منځه وړل شوي

بغدادي د انځور حقوق AFP

د امریکا د دفاع وزارت وايي، په سوریه کې د داعش د مشر پرضد عملیاتو پرمهال ددې هېواد پوځ دوه کسان نیولي دي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي وايي، دغه کسان اوسمهال "په یوه خوندي سیمه کې ساتل کیږي."

نوموړي زیاته کړه، د ابوبکر البغدادي پاتې شوني له منځه وړل شوي او داسې پلان نشته چې د هغه د مړینې انځورونه دې شریک کړي. خو رپوټونه وايي چې د البغدادي د جسد پاتې شونې په سمندر کې اچول شوې دي.

امریکا وايي، بغدادي د امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ځان وژنه کړې ده.

ښاغلي میلي ویلي، د بغدادي پر ضد د عملیاتو انځورونه او ویډیوګانې د طبقه بندي په حال کې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وړاندې اشاره کړې وه چې د عملیاتو ځینې انځورونه ښايي خپاره شي.

تر اوسه د نیول شویو دوه کسانو لا نور جزیات په ډاګه شوي نه دي چې دغه کسان څوک دي او څومره لوړ پوړي دي.

ټرامپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ابوبکر البغدادي له امریکايي ځواکونو تښتیدلی و او یو تونل کې پټ شوی و، خو د امریکايي ځواکونو سپي هغه پسې ورغلې و او بغدادي په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چولي او ځان وژنه یې کړې.

پنټاګون وايي، د هغه پر ضد عملیاتو کې ددوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی خو د پوځ اړوند یو سپی ټپی شوی دی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه د هغه سپي انځور خپور کړی چې دده په وینا بغدادي پسې ورغلی و.

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

ویلیم مکېنټ په خپل "د اسلامي دولت جوړېدو ورځ: د نړۍ پای ته د اسلامي دولت تاریخ، ستراتیژي او لیدلوری" کتاب کې وايي: ""که البغدادي مړ شي، نو دا ډله به له سیاسي پلوه هر څه له لاسه ورکړي".

البغدادي، چې اصلي نوم یې ابراهیم عواد ابراهیم البدري و، په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کې زیږېدلی.

نوموړی د یوې منځلارې متدینې سُني کورنۍ غړی و، چې له البدري قبیلې سره یې تړاو درلود.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا البغدادي په عراق کې لس میاشتې بندي کړی و

البغدادي ماشومتوب په سامراء ښار کې تېری کړی او بیا وروسته په ۱۸ کلنۍ کې بغداد ته ولېږدېد.

نوموړي په ۱۹۹۶ کال له بغداد پوهنتون نه په اسلامي زدکړو کې لېسانس واخیست، بیا یې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو کې د صدام حسین د اسلامي زدکړو پوهنتون کې ماسټري او دوکتورا هم واخیسته.

البغدادي تر ۲۰۰۴ کاله د بغداد شمال لوېدیځ الطوبجي کلي کې اوسېده، دی هلته په ارام سړي مشهور و، چې د کلي جومات کې به یې ماشومانو ته قرآن شریف ورښود، همدارنګه د کلي د فوټبال لوبډله کې هم لوبېده، خو هغه وخت یې کوم سیاسي فعالیت نه درلود.

اټکل دی چې البغدادي له سخت دریځو سلفي ډلو سره ورو ورو نژدې کېده، چې بالاخره په ۲۰۰۰ کال یې له جهادي سلفي ډلو سره لاس یو کړ.

ورته مطالب