''د البغدادي مړی د هغه له نیکره پېژندل شوی''

د انځور حقوق AFP

په سوریې کې د کوردانو په مشرۍ وسله وال ځواک 'ایس ډي ایف ' وايي، د دوی یوه جاسوس د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د مشر ابوبکر البغدادي نېکر غلا کړی و، او وروسته پر هماغه نیکر له ډي این اې معایناتو وروسته د البغدادي مړی وپېژندل شو.

د دغه ځواک یو لوړ پوړی مشر پولات کان ادعا کوي چې په سوریه کې د امریکا ځانګړو ځواکونو له عملیاتو مخکې د البغدادي د مېشت ځای په معلومولو کې هم د دوی ځواکونو مهم رول لوبولی دی.

امریکایي چارواکي وایي، البغدادي د امریکايي ځواکونو عملیاتو پر مهال خپل ځانمرګی واسکټ چوولې او وژل شوی دی. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کوردي ځواکونو رول ته اهمیت نه دی ورکړی.

امریکا: د داعش د مشر البغدادي پاتې شوني له منځه وړل شوي

د البغدادي وژل کېدو پسې د 'اسلامي دولت' ویاند هم وژل شوی

ابو بكر البغدادي؛ د فوټبال له لوبغاړي د "داعش تر خلافته"

د البغدادي یوې ښځې د خپل مېړه موندلو کې 'مهم رول' لوبولی

د اکتوبر پر ۲۷ د دې عملیاتو اعلان پر مهال ښاغلي ټرمپ وویل، د کوردانو رول (مرسته کړې) خو زیاته یې کړه، 'دوی په پوځي عملیاتو کې هېڅ رول نه درلود. ' خو دوشنبې پر ورځ په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي کان په ټینګار سره ویلي، چې دې عملیاتو کې د کوردانو رول مهم و.

'' ټول استخباراتي معلومات او تر البغدادي پورې رسېدل او بیا د هغه مېشت ځای پېژندل زموږ د کار له برکته و. زموږ څارګر د همغږۍ او هوايي ګوزارونو په لارښوونه کې شامل وو او د عملیاتو بریالیتوب تر وروستۍ شېبې پورې دې عملیاتو کې برخه وال وو. ''

ښاغلی کان وايي، دوی د می میاشتې له نیمايي راهیسې د البغدادي ځای ځایګي معلومولو لپاره د امریکا له څارګرې ادارې سي ای اې سره په ګډه فعالیت کاوه او دوی ته معلومه شوه، چې البغدادي په ادلیب کې ځان پټ کړی دی. د سرچېنو په وینا ښاغلي کان ته معلومه شوې وه چې البغدادي غوښتل ډېر ژر په جرابلس سیمه کې یوه بل ځای ته لاړ شي.

ایس ډي ایف د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد مبارزه کې د امریکا مهم اتحادي و، خو د روانې میاشتې په لومړیو کې ولسمشر ټرمپ د سوریې له شماله خپل ځواکونه وایستل. شنونکي وايي، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ترکیې داسې وانګېرله چې دوی ته شین څراغ ښوول شوی او سملاسي یې پوځیان له سوریې سره له پولې واوښتل او پوځي عملیات یې پیل کړل.

ورته مطالب