په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ژوندۍ بڼه د ترهګریزو بریدونو خپرېدو مخنیوي هڅې

د برېتانیا مېترو پالېتن پولیس د فېسبوک له کمپنۍ سره په ګډه کار کوي او هڅه یې دا ده چې پرفېسبوک د ترهګرو ډلو د بریدونو د ژوندی خپرېدنې مخه ونیسي. دغه پولیس به اوس د ترهګرۍ ضد خپل تمرینات، هغو کمرو کې ثبتوي چې دغې کمپنۍ ورکړي دي. فېسبوک به یې بیا له مخې د مصنوعي استخباراتو خپل سافت وېر ته لا وده ورکوي. په تیرو دوو کلونو کې د نړۍ له لر او بره د ترهګرو ډلو ۲۶ میلیونه پوسټونه لرې شوي دي. تمه ده چې له دغو مالوماتو سره به فېسبوک وکولی شي دا ډول ویډیو ګانې لا ژر په نښه کړي.