پر انټرنټ د مینځو پلورلو بازار

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په خلیج کې د مینځو پلورلو بازار

د بي بي سي عربي څانګې څېړنه ښيي چې خدمتګارې د کویت بې قانونه تور بازار کې پلورل کېږي.

د بي بي سي څېړنې وايي، چې دا کار "ګوګل پلې" او "اپ سټور" کې اپلیکېشن سره کېږي او همدا ډول انسټاګرام کې هشتګونه هم مشهورېږي.

که موټر کې د کویت سړکونو کې ګرځئ، دا ښځې نه موندل کېږي، د تړلو دروازو تر شا ژوند لري، له لومړنیو انساني حقونو بې برخې دي، له خپل استوګنځي وتلی نه شي او دا وېره شته چې خورا لویې غوښتنې سره وپلورل شي.

انټرنېټ کې یې په زرګونه انځورونه موندلی شئ چې د توکم له مخې ډلبندي شوې او تر څو زرو ډالرو یې اخیستلی شئ.

د بي بي سي عربي پټه څېړنه وايي، دا ښځې د بې قانونه کسانو تور انټرنېټي بازار کې پېرل او پلورل کېږي؛ هغه هم ګوګل پلې کې اپلکېشنونو او اپل سټور پلورنځیو سره او همدارنګه کې انسټاګرام هشټګونو سره چې مشهورېږي.

د مینځو پلورلو بازار

Image caption د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټره اولمیرا بولا دا چاره د مینځو انلاین پلور بولي.

د ملګرو ملتونو د اوسمهالي مینځتوب ځانګړی رپورټر اولمیرا بهولا وايي: څه چې انټرنېټ کې روان دي، هغه د مینځو پلورلو بازار ته تبلیغ دی. که ګوګل، اپل، فیسبوک یا بل هر شرکت دا ډول اپونه لري، د دوی په نوم هم تمامېږي.

د کویت هرو لسو کورنیو کې نهه کورنۍ کارګر لري، چې ځینې د نړۍ د خورا بې وزلو هېوادونو خلیج غاړې ته په دې هیله راغلي چې خپلو کورنیو ته پیسې وګټي.

د بي بي سي خبریالانو کوېت ته نوې تلله جوړه وهڅوله چې کورني کار پسې وګرځي. دې جوړې له ۵۷ اپلیکېشن کارنو سره خبرې وکړې او لس دوولس کسان یې هم ولیدل چې غوښتل یې مشهور اپ '۴Sale' سره کارګر وپلوري.

نږدې ټول پلورونکي د ښځو پاسپورټونه له ځان سره ساتي، د ټیلیفون اجازه نه ور کوي، یا یې ډېره ورته محدودوي.

'۴Sale' اپلیکېشن تاسو ته اجازه در کوي چې ښځې د توکم له مخې په مختلفو بیو سره غوره کړئ.

د بي بي سي خبریالانو د "هندۍ تر ټولو چټلې" په نوم جملې بیا بیا اورېدلې دي.

انساني حقونه له پښو لاندې کول

Image caption بي بي سي له کویټ کې له کسانو سره خپلې مرکې ریکارډ کړې دي.

بي بي سي د ځینې اپلیکېشنونو کارنو سره مخ شوه، چې ځانونه یې د دې ښځو مالکان بلل، خو داسې کسان چې د دوی لومړني حقونه یې هم تر پښو لاندې کول. لکه یوه ورځ یا یوه دقیقه یا یوه ثانیه رخصتي.

یوه پولیس چې غوښتل یې له خپلې کارګرې خلاص شي وویل: ډېره ښه ښځه ده، تل خاندي، که پنځه ورځې یې هم ویښه وساتې شکایت نه کوي.

هغه وویل چې دا ښځې د توکو په ډول کارېږي: داسې کسان شته چې یوه ښځه په دوه زرو ډالرو اخلي بیا یې په درې زره درې سوه ډالرو پلوري.

پېرونکي ته دا هم وايي: پاسپورټ مه ور کوه، ته یې مالي ملاتړی یې، ځکه یې باید پاسپورټ ستا سره وي.

له یوې ۱۶ کلنې سره مخ شوو، چې موږ یې فاتو بولو. دا د افریقا له ګیني قاچاق شوې او له شپږ میاشتو راهیسې کویت کې کار کوي، خو د دې هېواد قانون وايي، کورنۍ کارګرې باید ۲۱ کلنۍ زیات عمر ولري.

د مالي ملاتړ اجازه

Image caption فاتو د ګینه ۱۶ نجلۍ ده او کویټ کې له خپلې پلورونکې سره ده.

اورمیلا بهولا وايي، دا د نوي مینځتوب ښکاره بېلګه ده، دلته ماشومه پلورل شوې او د کورتوکو په څېر چلن ور سره کېږي.

د خلیج ډېری هېوادونو کې سوداګریزې ادارې بهرني کارګر راولي او وروسته یې دولتي ادارو کې ثبتوي.

ځواکمن کاروال دې شرکتونو ته پیسې ور کوي او د کورنیو کارګرو په مالي ملاتړي بدلېږي.

دا سیستم په کفالت مشهور دی، خو له مخې یې کورنی کارګر کار پرېښودلی نه شي، نه یې بدلولی شي، نه د کفیل له اجازې پرته له هېواد وتلی شي.

پر ۲۰۱۵ کال د دې قانون تصویب سره کویت خلیج کې د کورنیو کارګرو د حقونو د ملاتړ په برخه کې یو خورا سختګیر هېواد شو.

خو د پرلیکه مینځه پلورلو بازار یوازې کویت پورې نه دی تړلی، یوه څېړنه وايي، چې سعودي کې د "حراجي" په نوم یوه مشهور اپ له لارې سلګونه ښځې پلورل شوې دي، دا ډول انسټاګرام کې هم پلورل شوې دي.

ریښتونی دوزخ

Image caption بي بي سي فاتو تر کور ګینه پورې څارله.

د بي بي سي ډله ګیني کې د فاتو تر کورنۍ لاړه.

له دې سیمې په سلګونو ښځې هر کال خلیج ته قاچاق کېږي.

"یوه ښځه چې پخوا یې دلته کار کړی و، وايي د کاروال له څارویو سره یو ځای ویدېدله: "کویت دوزخ دی".

بله ښځه وايي، کوېتي کورونه ډېر بد دي، نه خوب، نو خوراک، هېڅ هم نشته.

کویتي چارواکي د فاتو له پېښې خبر شول، د بهرنیو کارګرو پناځي ته یې بوتله او دوه ورځې وروسته یې په دې دلیل چې د کار قانوني وخت ته نه ده رسېدلې، خپل هېواد ته واستوله.

فاتو بي بي سي ته وویل: "پرلپسې یې بد راته ویل، ما ته یې څاروۍ ویل، بد و، ځورېدم، خو څه مې له وس پوره نه و."

اوس فانو د ګیني پلازمېڼه کوناکري کې ښوونځي ته ځي او وايي ډېره خوشاله ده.

ورته مطالب