"د کایلا مولر څرګندونو د البغدادي د وژلو عملیاتو کې همکاري وکړه"

کایلا مولر د انځور حقوق Daily Courier, Prescott AZ
Image caption کایلا مولر په ۲۰۱۵ کال د داعش له خوا له تښتول کېدو مخکې سوریه کې له بشري مرستندویانو سره کار کاوه.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، د کایلا مولر نوم، چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي موندلو کې یې همکاري کړې، افشا شوی دی.

نوموړی وايي، د هغې او د "اسلامي دولت" ډلې په لاس د نورو وژل شویو امریکایانو نومونه یې د تلپاتې یاد په خاطر خپاره کړي دي.

اوبراین "اېن‌بي‌سي نیوز" شبکې ته ویلي، جنرال مارک میلي د البغدادي د څرک لکولو عملیاتو کې کایلا د همکارۍ لپاره غوره کړې وه.

کایلا مولر څوک ده؟

کایلا مولر په ۱۹۸۸ کال امریکا کې زیږېدلې، مخکې له دې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا ونیول شي، د بشري مرستو له ادارو سره یې کار کړی دی.

د امریکايي چارواکو له خوا افشا شویو استخباراتي معلوماتو کې راغلي، ابو بکر البغدادي پر هغې څو ځلې "جنسي" تېری کړی.

د کایلا کورنۍ ته البغدادي ویلي چې ګني د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت البغدادي تېری پرې کړی دی.

د هغې پلار کارل مولر هغه مهال خبریالانو ته وویل "دوی راته وویل چې هغه (البغدادي) واده ورسره کړی او موږ ټول پوهېږو چې دا څه معنا لري."

د انځور حقوق MUELLER FAMILY
Image caption کایلا له خپلې مور مارشا سره سوریې ته تر تللو مخکې

د کایلا مور مارشا ویلي: "لور مې له دغه سړي سره واده نه دی کړی، بلکې البغدادي په زور نیولې وه، تېری یې پرې کړی، زیان یې ورته رسولی او ژړولې یې ده."

کایلا د ۲۰۱۳ کال اګسټ میاشت کې د سوریې حلب ښار کې له مرستندویو ټولنو سره د کار پرمهال تښتول شوې وه.

"اسلامي دولت" ډلې په ۲۰۱۵ کال ادعا وکړه چې ګني هغه د یاد کال په فبرورۍ میاشت د اردن بمبارۍ کې وژل شوې، خو امریکا د هغې د وژلو مسؤولیت پر "اسلامي دولت" ډلې واچاوه.

"اې‌بي‌سي" د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، البغدادي په ابو سیاف سیمه کې د هغې تر لیدو وروسته نوموړې خپل کور ته بېولې ده. ابو سیاف سیمه د سوریې ختیځ کې د تېلو او ګازو د پلور تور بازار مالي مسؤول او څارونکی و.

ویل کېږي ابو سیاف د ۲۰۱۵ په مې میاشت کې ځانګړو امریکايي ځواکونو وواژه.

د انځور حقوق AFP
Image caption فلسطیني لاریون کوونکو د کایلا مولر له وژل کېدو وروسته د هغې انځور ورسره لېږداوه او په مرګ یې خواشیني ښودلې ده

کایلا مولر له خپل مور او پلار او مشر ورور سره د امریکا اریزونا ایالت په بریسکوټ سیمه کې لویه شوې ده.

کورنۍ یې وايي هغې خپل ژوند د نورو همکارۍ ته وقف کړی و، له پوهنتون تر فارغېدو وروسته یې د هند شمال، اسراییلو او فلسطین کې له بشري مرستندویانو سره کار پیل کړ.

په ۲۰۱۲ کال د ترکیې - سوریې پولې ته ورسېده او د ډنمارک د کډوالو له مرستندویه ټولنې سره یې فعالیت درلود.

هلته د کډوالو کمپونو ته ورغله.

د ۲۰۱۳ کال د اګسټ پر ۴مه، د بې پولې ډاکټرانو له خوا له یوه اداره کېدونکي روغتون تر وتلو وروسته د "اسلامي دولت" وسلوالو و تښتوله.

د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ میاشت کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني د اردن په یوه هوايي برید کې ووژل شوه، خو امریکا په ټینګار وویل چې نوموړې د "اسلامي دولت" ډلې وسلوالو وژلې ده.

د انځور حقوق SOCIALMEDIA
Image caption د ۴۸ کلن ابو بکر البغدادي اصلي نوم ابراهیم السامرائي و، د القاعده ډلې غړی و خو په ۲۰۱۳ کال کې یې له دې ډلې لاره جلا کړه.

ورته مطالب