ایا منځنی ختیځ د نوي عرب پسرلي شاهد دی؟

Iraqi student holds picture amid anti-government protests in Basra (29/10/19) د انځور حقوق AFP

په منځني ختیځ کې د مني په پای ته رسېدو سره، ایا عربي هېوادونه له نوي عرب پسرلي سره مخامخ دي؟

په عراق کې په واټونو لاریونیان په ډزو وژل کېږي. په لبنان کې لاریونونو حکومتي ادارې تړلو ته اړایستې او د واکمنو پرځېدل غواړي. په وروستیو اونیو کې مصري امنیتي ځواکونو د عبد الفتاح السیسي پرضد د لاریونونو هڅې ناکامې کړې.

د عراق، لبنان او مصر ترمنځ ډېر توپیرونه شته. خو لاریونیان هر ځای خپل حقونه غواړي، چې میلیونونه کسان پکې ګډون کوي، په تېره بیا د منځني ختیځ هېوادونو کې ځوانان د بدلون غوښتونکي دي.

د عربي هېوادونو د ۶۰ سلنه وګړو عمرونه تر ۳۰ ټیټ دي. هر هېواد کې ځوانان د هغه هېواد ځانګړتیا ګڼل کېږي. خو هغه مهال ګټه ترې اخیستل کېږي، چې تعلیمي سیستم اقتصادي او دولتي بنسټونه یې د غوښتنو مطابق تګلاره ولري.

غالباً په لبنان، عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې ځوانان د داسې وضعیت قرباني کېږي چې د غوسې راپارېدو لامل ګرځي.

پراخېدونکی فساد

فساد او بې کاري په سیمه کې لویې ستونزې ګڼل کېږي. دا هره یوه ستونزه په پای کې له یوې او بلې سره همکاري کوي.

عراق د نړۍ له ډېرو فاسدو دولتونو ګڼل کېږي. لبنان هم تر عراق غوره حالت نه لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption په عراق کې لاریونونه پر تاوتریخوالي اوښتي او کربلاء کې لاریونیان مخامخ ویشتل شوي

فساد د سرطان په څېر دی. هیلې او امیدونه خوري.

په فاسدو نظامونو کې ناکامي ډېره ژر پر غوسه اوړي، په تېره کله چې له تعلیمي مؤسسو فارغېدونکي دندې ونه مومي او په سترګو ګوري چې یوه کوچنۍ ډله ټولې پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.

په فساد کې د دولتي بنسټونو، حکومت، محکمو او پولیسو ښکېلتیا د نظام د بشپړې ناکامۍ نښه ګڼل کېږي.

په لبنان او عراق دواړو کې لاریون کوونکي نه یوازې د حکومت پرځېدل غواړي، بلکې د نظام بشپړه اصلاح او یا بدلېدل یې هدف دي.

مخامخ ډزې

په عراق کې تر ټولو زړه بوږنوونکی تاوتریخوالی هغه مهال وشو، چې لاریونیان د بې کارۍ، فساد او د حکومت پرضد واټونو ته راووتل، ډېر وخت یې ونه وت چې مخامخ په ډزو وویشتل شول.

تر اوسه د عراق د لاریونونو کوم څرګند قیادت نه شته. خو د عراق حکومت باید دا درک کړي چې لاریونونه به د وخت په تېرېدو لا پسې منظم شي، خو مرګ ژوبله به ډېره شي.

لاریونیانو حکومتي بنسټونه خپل هدف وګرځاوه، په تېره د بغداد زرغونې سیمې ته څېرمه پرتې ادارې یې په نښه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لبنان کې لاریون کوونکو د مالیې لغوه کولو په پلوۍ لاریون وکړ، د حکومت استعفا او د سیاسي نظام چپه کول غواړي

دا سیمه د امریکايي یرغلګرو ځواکونو اصلي مرکز ګڼل کېده او اوس د حکومتي دفترونو او سفارتونو سیمه ده چې مهم کسان هم همالته اوسېږي.

لاریونونه بغداد کې پیل شول او نورو سیمو ته وغځېدل. په شپه کې کربلاء ښار کې هم لاریونونه وي، ځینې ناتایید شوي رپوټونه شته چې پر لاریونیانو مخامخ ډزې شوې دي. پر خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې چې ځوانان له ژوندیو مرمیو تښتي.

د لاریونونو له پیل راهیسې، د ویشتل شویو لاریونیانو شمېر په ډېرېدو دی. له بغداده رپوټونه وايي، ځینې پوځيان د عراق بیرغ پر اوږو له لاریونیانو سره لیدل شوي دي.

خو ځینې نور رپوټونه وايي، ځینو کسانو تورې جامې اغوستې، ځینې یې مخ پټي دي او ډزې کوي. یو اند دا دی چې ګني دا د ایران له ملاتړه برخمنو شیعه ملېشو کسان دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق او لبنان مظاهرو خلکو ته د ۲۰۱۱ کال عرب پسرلي پاڅونونه ور په زړه کړل

نابشپړ کار

په لبنان کې بیا وروسته تر هغه د اکتوبر پر ۱۷مه لاریونونه پیل شول، چې حکومت پر تېلو، سګرټو او د وټس اپ پر خبرو مالیه ډېره کړه. که څه دا نوې مالیه لغوه شوه، خو داسې وخت چې اوبه تر ورخ تېرې وې.

په پیل کې، لاریونونه بیروت کې وو، خو وروسته هر ځای اړودوړ پیل شو.

ایا دا عرب پسرلی دی؟ ایا داسې نښه نه ګڼل کېږي چې ګني له ۲۰۱۱ راهیسې پیل شوی کار ناتمام پاتې دی؟

په ۲۰۱۱ کال پیل شويو پاڅونونو او لاریونونو د ستمګرو واکمنو پرضد لاریونیانو ته کومه پاموړ ازادي نه ده ورکړې.

په سوریه، یمن او لیبیا کې ددغو پاڅونونو پایلې محسوسې دي، خو مصر ځان ته یو پولیسي حکومت وايي.

ورته مطالب