د جنازې ګډونوالو ته د چرسو کېک ورکړل شوی

د جرمني په شمالي برخه کې د جنازې ګډونوالو ته په ناپامۍ له چرسو نه جوړ شوی کېک ورکړل شوی دی.

سیمه یيزو پولیسو ویلي، شاوخوا ۱۳ کسانو چې دغه کېک یې د ویتاجېن په نوم رسټورانټ کې خوړلی، نشه شوي او د ځینو خوا ګرځېدلې ده.

د پولیسو څېړنې ښيي چې د جنازې ګډونوالو لپاره د مړي کورنۍ د رسټورانټ د یوې کارکوونکي له لور څخه د عادي کېک د پخولو غوښته کړ وه، خو دغه ۱۸ کلنې نجلۍ د یو بل محفل لپاره داسې کېک جوړ کړی و چې چرس پکې اچول شوي و.

د نجلۍ مور په ناپامۍ د چرسو درلودونکی کېک رسټورانټ ته د جنازې د ګډونوالو لپاره ور وړی و او هغوی خوړلی دی.

په جرمني کې د مړي له ښخولو وروسته له کافي سره د کېک خوړل دود دی.

پولیسو ویلي، د دغه کېک له جوړوونکې نجلۍ نه څېړنې روانې دي.

رسنیو ویلي، دا پېښه په تېر اګسټ میاشت کې شوې وه خو اوس په ډاګه شوې ده او دا د جنازې ګډونوالو ته سپکاوی بلل شوی دی.