د چین ایالت کې 'وېرونکي' ښیښه يي پلونه تړل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ژینجیانګ ایالت کې دغه ښيښه يي پل د پرانیستل کېدو پر مهال نړۍ کې تر ټولو لوړ او اوږد ښيښه يي پل و

د چین یوه ایالت کې له ښیښې جوړ ټول ۳۲ پلونه، ځوړندې برنډې او نرۍ ځوړندې لارې تړل شوې دي. چارواکو د دې ښیښه يي ځایونو کې د خوندیتوب اقداماتو ارزونه پیل کړې ده.

د دولتی ټلویزیون سي سي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي دي، دغه ځایونه چې د هیبيي ایالت په ۲۴ ځایونو کې موقعیت لري، د ۲۰۱۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې تړلي پاتې دي. له دې مخکې په دې اړه ډېر معلومات نه و خپاره شوي.

چین کې له ښیښې دغسې جوړ ځایونه پریمانه دي، چې خلک د ساعت تېري لپاره ورځي، کله چې خلک پرې ګرځي راګرځي، د وېرې او حیرانتیا له حالت سره مخامخ کېږي، خو دې ځایونو کې د بېلا بېلو پېښو او لږ تر لږه دوو کسانو د مړینې رپوټونه هم خپاره شوي دي.

ایټالیا کې پل نړیدلی، لسګونه کسان وژل شوي

د پل بیا رغونې لپاره دوو کسانو خپل کور پلورلی

د اټکلونو له مخې ویل کېږي چین کې تر ۲۳۰۰ پورې ښیښه يي پلونه ودان شوي دي او د یوې دولتي خبري شبکې اي سي این ایس په رپوټ کې ویل شوي، دغه هېواد کې دغه ډول نامعلوم شمېر نرۍ لارې او ښويندې هم شته، چې ځينې یې د هسکو غرونو په ډډو پورې ځوړند حالت کې چمتو شوې دي.

دغه ډول پلونه او لارې په غرنیو سیمو کې د هغو سیلانیانو پام وراړولو لپاره چمتو کېږي، چې له ننګونو ډک ساعت تېري پسې ګرځي.

د انځور حقوق Getty Images

ژینجیانګ پل چې ۲۰۱۶ کال کې په ایالت کې هنان ایالت کې پرانیستل شو، د نړۍ لومړنی تر ټولو لوړ او اوږد ښیښه يي پل و، لومړنی هغه و، چې وروسته ورسره د ښيښه يي پلونو چمتو کولو دود زورواخیست.

ماهرین وايي، د اورښتونو پر مهال د دې پلونو ښيښه یي غولی لوند شي، چې له کبله یې د ښوېدو او ان لاندې غورځېدو پېښې ورسره رامنځته کېږي او په تېر کې د دغسې پېښو له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په هیبی ایالت کې د هونګیوګو په نامه ښیښه يي پل