کشمیر ته د اروپایي پارلمان د "سخت دریځو" غړو پر سفر نیوکې

کشمیر د انځور حقوق Twitter/@NarendraModi
Image caption په دې پلاوي کې د ګڼو اروپایي هېوادونو ۲۳ غړي شامل وو

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځایي سیاست والو دې سیمې ته د اروپایي پارلمان د یوشمېر سخت دریځو ښي لاسو غړو پر سفر سختې نیوکې کړې دي. دوی وایي، دا سفر سمبولیک و او د هند حکومت غوښتل په دې کار سره وښیي چې په سیمه کې وضعیت نورمال دی.

خو د اروپا پارلمان ټینګار کوي چې کشمیر ته یې د غړو سفر رسمي نه و او دا کسان په شخصي توګه هلته تللي دي.

په تېره اګست میاشت کې د هند حکومت لخوا د کشمیر ایالت د نیمه خپلواکه حیثیت تر ختمولو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو نړیوال پلاوی سیمې ته سفر کوي.

د هند حکومت د پرېکړې له مخې د دې هېواد تر کنترول لاندې کشمیر پر دوه برخو ویشتل شوی چې فدرالي حکومت به چلوي. له هماغه اګست میاشتې راهیسې په سیمه کې د هند د حکومت دې پرېکړې پر ضد احتجاجونه روان دي.

د اروپایي پارلمان دې غړو د سه شنبې پر ورځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د سرینګر ښار دوره وکړه. پر همدې ورځ وسله والو ملیشو پنځه ولسي وګړي ووژل، او د سرینګر له ۴۰ بېلابېلو برخو د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو رپوټونه هم ترلاسه شول.

په اروپایي پلاوي کې څوک وو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اروپایي پارلمان غړو سختو امنیتي تدابیرو کې سرینګر ښار ولید

په دې پلاوي کې له برتانیا، اسپانیې، جرمني، فرانسې او پولنډه د اروپایي پارلمان ۲۳ غړي شامل وو. په دوی کې ډېری کسان خپلو هېوادونو کې له ښي اړخه سخت دریځو ګوندونو سره تړاو لري، چې عموماً د مسلمانانو ضد تګلارې او سیاستونه لري.

همدې ټکي د دې پلاوي د سفر پر ضد د ځایي سیاست والو غوسه راپارولې ده. په هند کې د اپوزیسیون ګوندونو هم پر دې سفر نیوکه کړې ده، او مسلمان سیاسي مشر اسد الدین اویسي ویلي، کشمیر ته د دې فاشېستاتو سفر هېڅ معنا نه درلوده.

د برتانیا د لېبرال دېموکرات ګوند غړی کرېس ډوېس وایي، ده ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې کشمیر ته ورشي. خو ده غوښتنه وکړه چې هلته باید اجازه ولري چې له هر چا سره خبرې وکړي، او هر چېرې چې یې زړه وغواړي ولاړ شي.

ښاغلی ډېوس وایي، له دې غوښتنې وروسته یې د هند حکومت لخوا ورکړل شوې بلنه بېرته لغوه شوه. نوموړي وروسته بي بي سي ته وویل، دی چمتو نه دی چې د هندي حکومت په دې سیاسي کمپاین کې برخه واخلي او داښې ښکاره کړي چې ګواکې کشمیر کې هر څه سم دي.

ورته مطالب