امریکا د بغدادي ضد عملیاتو ویډیو خپره کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بغدادي ضد عملیاتو ویډیو

د امریکا پوځ د هغو عملیاتو ویډیو خپره کړه، چې پکې د سوریې شمال کې د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر بغدادي ووژل شو.

دا انځورونه امریکايي پوځیان هغه پټنځي ته د نږدې کېدو پر مهال ښيي چې ابوبکر بغدادي پکې اوسېده.

بغدادي د استوګنځي لاندې سمڅې ته منډه کړل او خپل ځانمرګي واسکټ سره یې ځان وواژه.

دا استوګنځی له عملیاتو څو شېبې وروسته له الوتکې په توغندیو سره ونړول شو.

* ''د البغدادي مړی د هغه له نیکره پېژندل شوی''

* "د کایلا مولر څرګندونو د البغدادي د وژلو عملیاتو کې همکاري وکړه"

د امریکا د سنټکام قومندانۍ مشر جنرال کنټ مکنزي وايي، له بغدادي سره دوه ماشومان هم تونل کې ووژل شول.

مخکې ویل کېدل درې ماشومان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبره نشي تاییدولی چې بغدادي د ژړا او چغو پر مهال وژل شوی دی.

د سنټکام قومندان خبري غونډې ته وویل: "له دوو ماشومانو سره د سمڅې په لور په منډه شو، په داسې مهال چې کسان یې استوګنځي کې پاتې شول، ده ځان وواژه. په دې چلن سره تاسو ثابتولی شئ چې هغه څنګه کس و".

جنرال مکنزي وايي، څلور ښځې چې ځانمرګي واسکټونه یې اغوستي و او یو سړی هم هغه استوګنځي کې ووژل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption بغدادي پر ۲۰۱۴ کال د عراق موصل ښار کې د اسلامي خلافت اعلان کوي.

د نوموړي په خبره، د بغدادي ځینې ملګري پر امریکايي چورلکو له ډزو وروسته ووژل شول:

"غواړم روښانه کړم چې له ډېر فشار او د دې برید ډول ته په پام بیا هم د هغو ولسي وګړو او ماشومانو د بچ پاتېدو هڅه وشوه، چې فکر کېده دې استوګنځي کې دي".

نوموړي دا هم وویل، چې د داعش مشر له ډي اېن اې وپېژندل شو او زیاته یې کړه، د هغه ډي اېن اې هم پر ۲۰۰۴ کال عراق کې تر نیول کېدو وروسته ترلاسه شوې وه.

جنرال مکنزي وویل، د بغدادي د مړي پاتې شوني د پېژندلو لپاره هغې اډې ته یووړل شول چې برید ترې شوی و او وروسته ۲۴ ګړیو کې "د وسلوال جنجال د قوانینو له مخې" سمندر کې ښخ کړل شول.

ورته مطالب