عرب شاهي کورنیو ته څوک تورې جوړوي؟

د انځور حقوق Grant Macdonald

بي بي سی خپل اونیز پروګرام "ده باس" کې د مختلفو کارباري کسانو پر ژوند رڼا اچوي دا اونۍ د لندن له سره زر پلوري یا طلا پلورونکي ګرانټ مکډونلډ سره غږېدلې ده.

۴۰ کاله پخوا چې کله ګرانټ مکډونلډ د منځني ختیځ له یوې شاهي کورنۍ ووت، نو له خوښۍ یې پښې پر ځمکه نه لګېدې.

شاهي کورنۍ له ګرانټ داسې غوښتنه کړې وه چې نه یوازې کاروبار بلکې د ژوند لوری یې ور سره بدل شو. څلور لسیزې وروسته یې هم چې یادوي، نو له خوښۍ یې شونډې مسکېږي.

* ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ

* هندي سړي ګران بیه ډالۍ شوی موټر سیند ته وغورځاوه

دی وايي، د هغه وخت احساسات ویلی نه شي: "تا ته داسې څه وايي، چې ستا د بري احساس ور سره لا زیاتېږي".

ګرانټ مکډونلډ یو توره جوړوونکی دی او په ۱۹۸۰ کلونو کې یې کار پیل کړی دی.

اویایمو کلونو کې- چې برتانیا کې اقتصادي ستونزې وې- ګرانټ د خپل کاروبار ژوندي ساتلو لپاره بهر په تېر منځني ختیځ ته مخه کړه.

د انځور حقوق Grant Macdonald

پر ۱۹۷۹ کال د منځني ختیځ یوې شاهي کورنۍ ترې غوښتنه وکړه، چې دی یې له نوم ډاګیزولو ډډه کوي.

پنځه کاله وروسته چې هغه د خپل کاروبار لپاره د منځني ختیځ دغه هېواد ته تللی و، نو دې کورنۍ ته یې وویل د هغې ډالۍ لیدل غواړي چې شاهي کورنۍ یې خپلو مېلمنو ته ور کوي، نو دا بلنه یې سملاسي ومنل شوه، دا د سرو او الماسو جوړه توره وه.

ګرانټ وايي، کله چې یې دا توره ولیده، نو په خوله یې وستایله، خو له معیار يې ډېر اغېزمن نه شو، ځکه یې وړاندیز وکړ چې ښايي له دې لا ښه توره جوړه کړي.

کله چې هوټل ته ستون شو، پر کاغذ یې د تورې ډیزاین جوړ کړ، کله چې ولیدل شو، نو شاهي کورنۍ د یوې تورې وړاندیز ورته وکړ. خو مسله د دې لګښت و چې له امله یې د ده ټول کاروبار له ګواښ سره مخ کېده.

خو د ګرانټ هوډ هم پوخ و، د دې وړاندیز پوره کولو ته یې اړتیا وړ سره، الماس او نور مواد را نیول او خپلې ډلې ته یې وویل چې دا توره جوړه کړي.

د انځور حقوق Grant Macdonald

د شاهي کورنۍ دا پنځوس زره پونډ (اوسنیو یو لک ۹۰ زره پونډو) توره خوښه شوه او ده ته یې د ۱۵ نورو تورو ارډر وکړ.

دی وايي، کارګرو یې د دې تورې جوړولو لپاره ټوله وړتیا وښودله او د هغه نتیجه کې چې نوې غوښتنه ترې وشوه، نو دې سره یې بخت هم بدل شو او کمپنۍ یې یوې بلې کچې ته ورسېده.

* ولې ډالۍ ورکول مهم دي؟

* هندي سړي ګران بیه ډالۍ شوی موټر سیند ته وغورځاوه

اوس که د ګرانټ مکډونلډ لندن کمپنۍ کلنی عاید میلیون پونډه دی، خو بیا یې هم ډېره سوداګري له منځني ختیځ سره ده.

نوموړي له تېرو دېرشو کلونو راهیسې په میاشت کې یو ځل منځني ختیځ ته ځي او دا سیمه د خپل کاروبار لپاره ډېره ښه بولي.

ګرانټ مکډونلډ څوک دی؟

د انځور حقوق GRANT MACDONALD

ګرانټ مکډونلډ شمالي لندن کې زېږېدلی او لوی شوی دی. پلار یې ډاکټر و. وايي، له سرو زرو او نورو ګرانبیه توکو سره یې مینه له څوارلس کلنۍ پیل شوې ده.

دی وايي، د پلار یوه ناروغ یې له سپینو د څمڅې تیارولو طریقه ور وښوده.

دی وايي، د خپل پلار د روغتون ځمکتل کې یې ورکشاپ جوړ کړی و:

"کله به مې چې پلار غوښتل ټک ټوک بند کړم، نو پښه به یې پر ځمکه ووهله او دا زما لپاره یوه اشاره وه".

'د لندن سکول اف ارټ کې له پنځو کلنو زدکړو وروسته ګرانټ مکډونلډ د ګاڼو دوکان کې کار پیل کړ، چې ګوتې به یې پکې رغولې.

څه مهال وروسته ورته خصوصي فرمایشونه یا غوښتنې پیل شوې او وروسته یې شپېتمو کلونو کې د سلورفارم کمپنۍ جوړه کړه.

پر ۱۹۷۱ کال یې د دې کمپنۍ نوم ګرانټ مکډونلډ لند ته بدل کړ.

د مکډونلډ کمپنۍ کې اوس ۱۸ کارمنان دي، چې له دوو سوو ډالرو نیولې تر دوه نیم لکو پونډو غوښتنې ورته کېږي.

دوی ته داسې فرمایشونه هم رسېږي چې بشپړول یې میاشتې وخت نیسي.

د انځور حقوق GRANT MACDONALD
Image caption مکډونلډ له ځوانۍ د زرګري سره مینه وه.

د ګرانټ مکډونلډ کمپنۍ اوس درېګوټیز چاپ (تريډي پرنټنګ) او ډیزاین ټیکنالوجي کاروي، خو وايي، د انسانانو د کار بدل نشته.

اوس ډېر خلک پر ټیکنالوجۍ باور کوي، خو له انسانانو پرته دا کارځی له یوه ګودام بل څه نه دی.

ګولډ سمېټز سنټر یوه خیراتي اداره ده چې زرګران پکې روزل کېږي.

د دې ادارې مشر پېټر ټېلر وايي، ګرانټ د اوسني نسل د ګوته په شمار زرګرانو او ډیزانرانو له ډلې دی.

د هغه په خبره، ګرانټ خپل صنعت کې پېژندلی نوم دی او کار یې په کور او بهر بریالی روان دی.

گرانټ مکډونلډ ۷۰ کلن دی او کار یې نوي پړاو ته ننوځي. خپله له کار په تېښته دی او زوی جارج ته یې سپاري، چې له تېرو ۱۶ کلونو دې کمپنۍ کې کار کوي.

جارج په ګرانټ مکډونلډ کې له کار مخکې ګرافیک ډیزاینر او فوټو ګرافر و.

د انځور حقوق GRANT MACDONALD
Image caption مکډونلډ کاروبار خپل زوی جارج ته پرېږدي.

ګرانټ مکډونلډ وايي، کاروبار کې د زوی شریکولو سره اوس پوره ډاډه دی چې اوس به هغه دا کار روان ساتي.

دی وايي، دومره کړاو سره کار پیلول او ټول عمر یې پالل، خو اوس یې پرېښودل زړه بدوونکي دي.

نوموړی اوس بشپړ کار نه پرېږدي او اونۍ کې به درې ورځې د کمپنۍ دفتر ته ځي.

هغه په کور کې هم یو کارځی جوړ کړی دی، چې پکې راتلونکي نسل ته دا هنر لېږدول غواړي.

خپلو لمسیو ته له سپینو د څمڅې جوړولو مهارت زدکول د ګرانټ له دې پلانونو یو دی.