پنځه شاهي رازونه چې د ملکې خیاطې ښکاره کړل

آنجلا کلی، طراح لباس ملکه، (سمت راست)، با ملکه در مورد مد کاملا هم‌عقیده است. آنا وینتور، سردبیر مجله ووگ میان این دو نشسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښي لور ته د ملکې درزۍ انجلا کلي له ملکې سره جامو کې یو ډول ذوق لري. د ووګ مجلې سرلیکواله انا وینټر یې ترمنځ ناسته ده.

د ملکې دویم الیزابت رازونه د هغې یوې نژدې سلاکارې په خپل کتاب کې څرګند کړي دي. انجیلا کیلي چې د برتانیا د ملکې ملګرې او د هغې د جامو ډیزاینره (خیاطه) ده، د پردې تر شا د کلونو رازونه خپل کتاب کې لیکلي دي.

"د سکې بل مخ، ملکه، خیاطه او جامې یې" کتاب د برتانیا دربار تایید کړی دی.

د کتاب پر پوښتۍ داسې لیکلي:

"ملکې خپله پر انجیلا دا مهرباني وکړه چې خپله بې ساري ملګرتیا دې کتاب کې له نړۍ سره شریکه کړي".

د دې کتاب جالب ټکي په "هیلو" مجله کې راغلې دي.

۱ـ ملکه داسې خدمتګاره لري چې نوي بوټان ورته غوره کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۲ کال اولمپیک پرانیسته کې لوبغاړې د ملکې په رول کې له چورلکې ټوپ اچوي.

مېرمن کلي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ملکې جامې برابروي، خپل کتاب کې لیکي، ملکه ځانګړې خدمتګاره لري چې نوي بوټان پښو کوي او ازمويي. انجیلا کلي زیاتوي:

"دا خدمتګاره زه یم."

مېرمن کلي زیاتوي:

"ملکه لږ وخت لري او دا فرصت ور سره نه وي چې خپله نوي بوټان وګوري، دا چې زموږ دواړو پښې یو شان دي، دا کار اسانه ورته کولی شم".

۲ـ د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیک مراسمو کې له جیمز بانډ سره ملکه

مېرمن کلي وايي، بس پنځو دقیقو کې ملکې ومنله چې له ډانیل کرېګ سره طنز کې د جېمز بانډ په رول کې ګډون ته هو وايي.

انجیلا کلي وايي:

''دا حالت د هغې لپاره ډېر په زړه پورې و او لنډ وخت کې یې هوکړه وکړه. ومې پوښتله دې رول کې خبرې کول هم غواړي او هغې له ځنډ پرته وویل: هو، باید زه یو څه ووایم، هرڅه چې وي، هغه راځي او ما ژغوري. ''

دا زیاتوي:

"ومې پوښتله، ویلی شې مازیګر په خیر جیمز. یا مازیګر په خیر ښاغلی بانډ، هغې دا دویم غوره کړ، ځکه د جېمز بانډ فلمونه یې ډېر ښه پېژندل. څو دقیقو کې مې دا ښه خبر د فلم ډایرېکټر ډني بویل ته ورساوه. زما په اند هغه مهال له خوښۍ جامو کې نا ځایېد، چې ومې ویل، ملکه دا یو شرط لري چې د مازیګر په خیر ښاغلی بانډ مشهوره جمله ووايي."

۳ ـ د سپرکارۍ سیالیو کې د ملکې جامې هم تر سیالۍ مهمې وې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د سپرکارۍ کې د ملکې د خولۍ په رنګ شرط وتړل شو.

رویال سکاټ سپرکارۍ سیالیو کې د ملکې جامې ډېرې پاموړ وې. د نندارچیانو ټول پام اسونو ته نه و، بلکې هغوی دې سیالۍ کې د ملکې د خولۍ پر رنګ هم شرط تاړه.

یو کال وروسته مېرمن کلي له دې شرط خبره شوه، د دې شرط مسوولانو سره یې د شرط د وخت په هکله همغږې شوه او ان ماڼۍ کې یې څو بدلې خولۍ هم کېښودې چې ټاکلي وخت کې د خولۍ اصل رنګ ونه پېژندل شي.

مېرمن کلي زیاتوي: "ما د شرط مسوولانو سره ولیدل او هوکړه دا وه چې د ملکې د خولۍ د رنګ پر سر شرط باید په ټاکلي وخت کې پای ته ورسېږي چې دې سره د درغلۍ مخه ونیول شي، خو دا ستونزه نه ده چې نندارچیان د ملکې پر سر بیا هم شرط ته دوام ور کړي او ان که غواړي پیسې هم وګټي."

۴ ـ هرکلي کې د مېشل اوباما غېږ کې نیول طبیعي غبرګون و

د عکس تشریح،

ملکه دویمه الیزابت او میشل اوباما په باکېنګهم ماڼۍ کې.

مېرمن کلي دا ناسمه بولي چې ملکې پر ۲۰۰۹ کال د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې مېشل اوباما غېږ کې نیولو سره سلطنتي پروتوکول له پامه غورځولی دی:

په حقیقت کې دا یوې بلې ستر ښځې ته د احترام او احساساتو څرګندولو طبیعي غبرګون و، دې برخه کې داسې پروتوکول نشته چې ورته ژمن اوسو.

کله چې لېوالتیا وه او ملکه د رسمي سفر مېلمه په اړکیو کې بدرګه کړي، دا یوه انساني مهرباني ده او دا داسې موضوع ده چې ملکې تل دا کار کړی، هرڅوک چې ملکې ته نږدې شوی، ګواښ نه دی، بلکې باور وړ دی.

مېرمن اوباما خپلو خاطرو کې لیکي، دا شېبه زموږ دواړو لپاره د دوو ملګرو د زړه له تله تړون په څېر وه.

۵ـ د سلطنتي مذهبي لمبا جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د شهزاده ویلیام دویم زوی لويي او کاترین

مېرمن کلي وايي، څنګه سخت تور چای له هغې سره مرسته وکړه چې د سلطنت مذهبي لمبا مراسمو لپاره هغې لباس جوړ کړي چې پر ۲۰۰۸ کال د ملکې د تر ټولو کشر لمسي جېمز وایکنټ سورن دې لمبا لپاره کارېدلی و.

هغه لیکي: د دې لپاره چې دا لباس اصل او ریښتونی ښکاره شي، ما یورکشر(خورا سخت چای) چای کې واچاوه، چې رنګ شي.

دا وايي، د دې جامو هره ټوټه یې د پخلنځي له یخو اوبو ډکه وړه کاسه کې اچولې وه، چې چای هم پکې و او پنځو دقیقو لپاره یې پرېښوده او ټول وخت یې ورته کتل چې د پاموړ رنګ واخلي.