ټوېټر پر هر ډول سیاسي اعلانونو بندیز لګوي

ښاغلي دورسي لیکلي، د دې بندیز لاملونه ډېر دي چې یو یې "موږ باوري چې یو سیاسي پیغام ترلاسه کړو، نه دا چې ویې پېرو." د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي دورسي لیکلي، د دې بندیز لاملونه ډېر دي چې یو یې "موږ باوري چې یو سیاسي پیغام ترلاسه کړو، نه دا چې ویې پېرو."

د ټوېټر بنسټګر جک دورسي په خپل شخصي ټوېټري پیغام کې لیکلي چې دې ادارې پریکړه کړې له دې وروسته به په ټوله نړۍ کې د ټوېټر پر دې خواله رسنۍ سیاسي اعلانونه بند کړي.

ښاغلي دورسي لیکلي، د دې بندیز لاملونه ډېر دي چې یو یې "موږ باوري چې یو سیاسي پیغام ترلاسه کړو، نه دا چې ویې پېرو."

نوموړي لیکلي چې "سیاسي پیغام هغه وخت موخې ته رسېږي چې خلک هغه کاریال وڅاري یا يې ریټوېټ کړي او د پیسو په بدل کې د سیاسي پیغام رسېدل له خلکو دا اختیار اخلي."

"باوري یو چې دا پرېکړه نورو ته د پیسو په ورکړې سره ترسره نه شي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټوېټر بنسټګر جک دورسي لیکلي په ټوله نړۍ کې به د ټوېټر پر دې خواله رسنۍ سیاسي اعلانونه بند کړي.

د ښاغلي دورسي په وینا په انټرنيټ کې د محصولاتو سوداګریز اعلانونه ډېر اغېزناک او مهم دي، خو په سیاست کې ښايي د میلیونونو خلکو پر نظر او ژوند منفي اغېز پرې باسي.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو وروسته په انټرنیټ کې د سیاسي اعلانونو ناندرۍ هغه وخت پراخې شوې کله چې ډونلډ ټرمپ بریالی شو.

د ټویټر یو رقیب فېسبوک دی چې په وروستیو کې یې پردې جوړښت د سیاسي اعلانونو موضوع لغوه کړې وه.

دې خوځښت ته د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د خپلې کمپنۍ د پالیسۍ ملاتړ کړی دی.

نوموړي خبریالانو ته ویلي:

"فکر نه کوم چې په دیموکراسۍ دې دا د خصوصي شرکتونو لپاره سم کار وي چې سیاستوال یا خبرونه سانسور کړي."

د ټوېټر دا بندیز به د نومبر له ۲۲ عملي کېږي او د نومبر پر ۱۵مه به یې بشپړ جزییات په ډاګه شي.

د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د خواله رسنیو ادارې به تر ځانګړې څارلاندې وي.

د امریکا ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنو ته پخوانۍ دیموکراتې کاندیدې هیلري کلېنټن د ټوېټر د دغه بندیز هرکلی کړی او فېسبوک ته یې هم د ورته اقدام وړاندیز کړی.

ورته مطالب