د عکسونو البوم: پاکستاني اورګاډي کې اورلګېدنه

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د تېزګام اېکسپرېس په نوم دې اورګاډي د لیاقت پور سیمه کې اور اخېستی.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

سیمه ییزې رسنۍ وايي، یو شمېر مساپر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو پر مهال وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د رحیم یارخان د سیمې مرستیال کمېشنر جمیل احمد جمیل د بي بي سي خبریال شهزاد ملک ته وویل، په پېښه کې تر اوسه ۷۳ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي چې د ۶ هغو حالت یې نازک ښودل شوی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د پاکستان د اورګاډو وزیر شیخ رشید بي بي سي ته ویلي و، اغېزمن ټول تبلیغیان و او د لاهور اجتماع ته په لاره وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

مساپرو سره د خوراکي توکو ترڅنګ غاز ډبې هم وې چې د لګېدو له امله یې دا پېښه رامنځته شوه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

شیخ رشید زیاته کړه چې اورګاډی له پټلۍ راوتلی او د لیاقت پور سیمې تمځي ته به لېږدول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د پاکستان د راډیو له مخې ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان پر پېښې خواشینې ښودلې او د اغېزمنو د ښې درملنې امر یې کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

شیخ رشید وویل د مساپرو او د اورګاډي له بیمې به زیان ومنل شي او همدارنګه زیاته یې کړه چې دا پېښه به وڅېړل شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

چارواکي وايي د وژل شویو کسانو د پیژندنې هڅې روانې دي.

د عکس سرچینه، AFP

ټول عکسونه د AFP دي.