د عکسونو البوم: پاکستاني اورګاډي کې اورلګېدنه

  • 31 اکتوبر 2019 - 09 لړم 1398
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption د تېزګام اېکسپرېس په نوم دې اورګاډي د لیاقت پور سیمه کې اور اخېستی.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption سیمه ییزې رسنۍ وايي، یو شمېر مساپر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو پر مهال وژل شوي دي.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption د رحیم یارخان د سیمې مرستیال کمېشنر جمیل احمد جمیل د بي بي سي خبریال شهزاد ملک ته وویل، په پېښه کې تر اوسه ۷۳ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي چې د ۶ هغو حالت یې نازک ښودل شوی دی
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د اورګاډو وزیر شیخ رشید بي بي سي ته ویلي و، اغېزمن ټول تبلیغیان و او د لاهور اجتماع ته په لاره وو.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption مساپرو سره د خوراکي توکو ترڅنګ غاز ډبې هم وې چې د لګېدو له امله یې دا پېښه رامنځته شوه.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption شیخ رشید زیاته کړه چې اورګاډی له پټلۍ راوتلی او د لیاقت پور سیمې تمځي ته به لېږدول کېږي.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د راډیو له مخې ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان پر پېښې خواشینې ښودلې او د اغېزمنو د ښې درملنې امر یې کړی دی.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption شیخ رشید وویل د مساپرو او د اورګاډي له بیمې به زیان ومنل شي او همدارنګه زیاته یې کړه چې دا پېښه به وڅېړل شي.
پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي د وژل شویو کسانو د پیژندنې هڅې روانې دي.
پاکستان د انځور حقوق AFP

ټول عکسونه د AFP دي.

ورته مطالب