پر پولیس د پیشو برید یو سړی له پنځه کلن زندان سره مخامخ کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رپوټونو کې ویل شوي، پیشو د پولیس افسر مخ نوکارې کړی دی ( ارشیف تصویر)

د روسي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، هغه سړي ته ښايي تر پنځو کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شې چې پر پولیس افسر یې د برید لپاره پېشو استعمال کړې. دغه سړی د ګینادي شچیرباکوف په نامه یاد شوی او ویل کېږی د پلازمېنې مسکو په یوه اپارتمان کې پر پولیس افسر پیشو وروغورځوله.

پولیس افسر د پېښې ځای ته د اوسېدونکو له لوري د شور او ځوږ له شکایت وروسته ورغلی و او چارواکي وايي، د پیشو د حملې له کبله یې مخ 'سخت نوکارې شوی ' دی.

پر ۵۹ کلن شچیرباکوف د پولیسو پر ضد د تاو تریخوالي تور پورې شوی دی.

پیشو ته ډوډۍ ورکولو له امله امریکایۍ ښځه زنداني کېږي

د بورېس جانسن لومړۍ دنده؛ د 'لاري' پیشو راضي کول

د پیشو خولې لګول مو وژلی شي

د سپي او پیشو مینې خلک حیران کړي

د ټیلیګرام چینل بازا په رپوټ کې ویل شوي دي دغه قضیه کال مخکې پېښه شوې وه، خو دوسیه یې د چارشنبې پر ورځ پرانیستل شوې ده.

د روسیې دولتي ټلویزیون رین ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلی شچیرباکوف د پېښې پر مهال د اپارتمانونو بلاک په پوړیو کې ناست و، بې دریغه شراب یې څښل او د کورنو اوسېدونکو د سخت شور او ځوږ شکایت کړی و.

د ځايي اوسېدونکو په خبره کله چې پولیس افسر د بلاک پوړیو ته ورسېد، ښاغلي شچیرباکوف ورسره له همکارۍ انکار وکړ او د افسر پوښتنې یې نه ځوابولې.

ویل کېږي له هغه وروسته ښاغلي شچیرباکوف هلته روانه پیشو راونیوه او پر پولیس افسر یې وروغورځوله.

رپوټونو کې ویل شوي پیشو د افسر په مخ پورې ونښته او نوکونه یې پکې خښ کړل.

ښاغلی شچیرباکوف چې د دغه بلاک اوسېدونکی نه دی، د وسلې په توګه د پیشو استعمالول ردوي او ادعا کوي چې پیشو پخپل سر پر پولیس افسر ورټوپ کړل.

اوس د نوموړي خلاف د پولیسو پر ضد د تشدد قانون له مخې دوسیه پرانیستل شوې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې ولې تر یوه کاله پورې دغه قضیه نه پرانیستل کېده او دا چې پېښه کې له ښکلېلې پیشو سره څه وشول.

اړونده مطالب