د هند تر ولکې لاندې کشمیر رسماً په دوه برخو وویشل شو
له دې وروسته به د لداخ سیمه له جمو کشمیر نه جلا بېله سیمه وي او دواړه برخې به له نوي ډیلي اداره کېږي
د هند حکومت رسماً د جمو او کشمیر ایالت په دوو داسې نویو سیمو وېشلی چې فدرالي حکومت به یې کنټرولوي. د نوي وېش له مخې به جمو او کشمیر یوه سیمه وي او لداخ چې له چین سره پر پولې ته څېرمه موقعیت لري، جلا سیمه بلل شوې.
دواړه نوې سیمې به اوس نېغ په نېغه له پلازمېنې نوي ډیلي اداره کېږي. دا وېش د هغه جنجالي پرېکړې یوه برخه ده، چې اګست میاشت کې هند حکومت تر خپل واک لاندې کشمیر کې د کنټرول لا ټینګولو لپاره وکړه.
د دې پرېکړې له مخې د هند پارلمان د کشمیر ایالت نیمه خپلواکه حیثیت ختم کړ. د حکومت دا پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه او له هماغه راهیسې په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.
د پنجشنبې پر ورځ هند حکومت د لداخ لپاره ار کې ماتهور او د جمو او کشمیر لپاره ګیریش چندرا د والیانو په توګه ګومارلي دي.
لومړي وزیر نرېندرا مودي په ګجرات سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې په دې تړاو وویل:
"اوس به د همکارۍ پر بنسټ ولاړ اصلي فدرالیزم ولیدل شي. د نویو سړکونو، ریل پټلیو، ښوونځیو او روغتونونو په بڼه به د جمو او کشمیر د خلکو پرمختګ لوړې درجې ته ورسېږي".
د هند ګڼ شمېر پوځیان له کلونو راهیسې په کشمیر کې دیره دي
اتحادي سیمې یا "یونین ټروټریز" د ایالتونو پرتله له فدرالي حکومته لږه داخلي خپلواکي لري. د کشمیر پخوانی ایالت د نړۍ له خورا خطرناکو سیمو یوه بلل کېده او ګڼ شمېر پوځیان پکې دیره وو.
هند او پاکستان دواړه د ټول کشمیر د ملکیت دعوا کوي، خو یوازې یوه برخه یې کنټرولوي.
د سیمې د نفوس تر ټولو ډېره برخه یانې نژدې ۹۸ سلنه خلک د جمو او کشمیر په برخه کې ژوند کوي چې د مسلمانانو اکثریت کشمیر برخه کې یې نژدې اته میلیونه خلک اوسي او د هندوانو اکثریتي سیمه جمو نفوس نژدې شپږ میلیونو خلکو ته رسېږي.
دویمه نوې رامنځته شوې سیمه لداخ ده چې غرنۍ سیمه ده او ټولټال نفوس یې ۳۰۰ زره کسانو ته رسېږي، چې د مسلمانانو او بدایانو شمېر پکې نژدې یو برابر دی.
د هند حکومت وايي، د پخواني ایالتي حکومت چارواکي به له دې وروسته هم پر خپلو دندو پاتې وي.