ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د داعش ډلې نوی مشر اعلان شو

داعش د انځور حقوق Getty Images

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د خپل مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل تائید کړي دي او د هغه ځای ناستی یې ټاکلی دی. پر خواله رسنۍ ټیلیګرام د دغې ډلې له یوې پاڼې ویل شوي دي، ابو ابراهیم الهاشمي القریشي به د داعش ډلې نوی مشر وي.

امریکايي ځانګړو ځواکونو د تېرې اوونۍ پای کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ابوبکر البغدادي پټنځای کشف کړ او برید یې پرې وکړ.

نوموړي په یوه تونل کې له تېښتې وروسته خپل له باروتو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه او له ځان سره یې دوه ماشومان هم ووژل.

په یوه ویډیويي پیغام کې داعش ډلې د خپل ویاند ابوالحسن المهاجر وژل کېدل هم تائید کړي دي چې د اکتوبر پر ۲۷ د امریکايي ځواکونو او کردي وسله والو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.

البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال د توندلارې داعش ډلې مشر ټاکل شوی و چې دغې ډلې د عراق او سوریې پراخې سیمې لاندې کړې وې او پر ملکي خلکو یې خپل واک تپلی و.

د داعش نوي ویاند ابو حمزه القریشي په یوه غږیز پیغام کې له مسلمانانو د القریشي لپاره د بیعت غوښتنه کړې.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو لومړی ځل د البغدادي په نښه کولو عملیاتو ویډیويي تصویرونه خپاره کړي دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرل کینیت میکنزي وايي، ویجاړه شوې ودانۍ داسې ښکاري ' 'لکه د موټرو یوه تم ځای کې چې لویې سوړې شوې وي. ''

اړونده مطالب