وزو د امریکا د پخواني ولسمشر کتابتون له اور ژغورلی

وزه د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاوخوا د ۵۰۰ وزو رمې د اور په مخنیوي کې مرسته کړې ده

د امریکا په کلېفورنیا کې د ۵۰۰ وږو وزو یوې رمې د دې هېواد پخواني ولسمشر رونلډ رېګن کتابتون د اور له لمبو ژغورلو کې مرسته کړې ده. لاس انجلس ته نږدې دا کتابتون هغه اور کې راګېر و چې له څه مودې راهیسې یې سیمه کې درانه زیانونه اړولي دي.

دې کتابتون په تېره می میاشت کې د وزو دغه رمه پر دې ګومارلې وه چې د کتابتون شاوخوا وچ واښه وخوري، چې د اورلګېدنې پر وخت ودانۍ ته زیان وا نه وړي.

وزو همداسې وکړل او د ودانۍ شاوخوا وچ واښه یې وخوړل. دا کار د دې لامل شو لګېدلی اور په چټکۍ سره خور نشو او اطفایې دومره وخت پیدا کړ چې مخه یې ونیسي.

په دغه کتابتون کې، چې په اصل کې یو ملي نندارتون هم دی، هغه الوتکه هم ساتل شوې ده چې پخواني ولسمشر رونلډ رېګن د هوایي سفر لپاره کاروله.

همدا راز د ختیځ او لویدیځ جرمني ترمنځ د نړېدلي دېوال یوه برخه هم په دې نندارتون کې شته.

د انځور حقوق EPA
Image caption په کلېفورنیا کې اورونو درانه زیانونه اړولي دي

د کتابتون یوې ویاندې ملېسا ګېلر روئټرز خبري اژانس ته ویلي، د اور وژنې عملې ورته ویلي چې د وزو د دوی په کار کې مرسته کړې ده.

د وزو دا رمه له یوه شرکت نه په کرایه رانیول شوې وه، او ویل کېږي چې شاوخوا دیارلس اېکړه ځکه یې له وچو وښو پاکه کړې ده.

د دې شرکت مشر سکاټ مورېس وایي، د هر اېکړ ځمکې په بدل کې یې له کتابتونه زر ډالره اخیستي دي. مورېس وایي، کلېفورنیا کې د اور لګېدنې پېښې ډېرې شوې دي، او دې وضعیت ته په کتو دی باید خپله رمه دوه چنده لویه کړي.

کلېفورنیا په سویل کې د ګیټي په نامه موزیم هم د اور له خطر سره مخ و. هلته بیا د کتابتون عملې په خپل لاسو او بېلچو د ودانۍ شاوخوا وچ واښه پاک کړي دي.

ورته مطالب