پنجاب کې د اسلامیاتو پر یوه کتاب بندیز

کتاب د انځور حقوق PCTB

د پاکستان د پنجاب نصاب ادارې د دغې صوبې حکومتي او حصوصي ښوونځیو کې د کېمرج ښوونیز پروګرام ګرېد او لېول اړوند اسلامیاتو کتاب باندې بندیز ولګاوه.

د پنجاب نصاب اداره وايي، د یاسمین ملک او خپرندویه ټولنې(سټیفونا پبلشرز) خپور شوی کتاب اسلام: باورونه او عمل کې د نیوکو وړ مواد دي، ځکه یې د دې صوبې ټولو ښوونځیو کې د دغه کتاب پر لوست بندیز ولګاوه.

دا کتاب د پاکستان د کېمرج ښوونیز پروګرام د نصاب لپاره وړاندیز شویو کتابونو کې دی.

د پنجاب د نصاب ادارې ویاند سید کاظم مقدس شاه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې کتاب له ۲۱۰ تر ۲۲۰ مخونو شکایت شوی دی.

دا دا هم وویل، چې د پنجاب نصاب ادارې دا کتاب نه دی خپور کړی.

د نوموړي په خبره، دې کتاب کې داسې خبرې شته چې پاکستان کې مذهبي همغږي زیانمنولی شي، ځکه یې بندیز پر ولګاوه.

د هغه په خبره، د قانون له مخې د پنجاب نصاب اداره پر هر هغه کتاب بندیز لګوي چې د هېواد خلاف وي، مذهبي کرکه پیدا کوي یا د دولتي ادارو او قضايي نظام پرضد وي.

ښاغلي مقدس شاه دا هم وویل، چې دا کتاب د نصاب اصلي برخه نه دی، بلکې د کلنیو ازموینو لپاره له زدکوونکو سره مرستندوی کتاب دی.

هغه دا هم وویل چې له دې کتاب لومړي وزارت ته شکایت شوی و او بیا دا مسله د پنجاب اسمبلۍ کې پورته شوه او ملي اسمبلۍ د دې کتاب په وړاندې د ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

لیکواله څه وايي؟

د انځور حقوق PCTB

نوموړی زیاتوي دا کتاب د ارزولو لپاره د عالمانو بورډ ته استول کېږي او د دوی د پرېکړو له مخې به راتلونکي ګامونه پورته کوي:

"د متحدو عالمانو بورډ د وړاندیزونو له مخې د خپروونکي او لیکوالې یاسمین ملک خلاف هم قانوني ګامونه پورته کېږي".

له بلې خوا لیکوالې یاسمین ملک بي بي سي ته وویل، د پنجاب بورډ په کتاب کې پر یوه سرلیک (سسلي کې اسلامي جګړه) په هکله نیوکه لري:

"ما ورته وویل، چې د ابن طبري، السیوطي او ابن کثیر په څېر تاریخپوهانو له خولې مې دا مطلب لیکلی دی".

نوموړې دا هم وايي، هرڅه یې د تاریخي کتابونو له مخې لیکلي، مګر زیاته یې کړه، خپله تاریخپوه نه ده، خو دا کتاب یې له نصاب سره برابر لیکلی دی.

هغه دا هم وايي چې دا کتاب له ۲۰۰۳ کال راهیسې لوستل کېږي، خو اوس بندیز پر لګېږي.

اغېزمن زدکوونکي

د انځور حقوق Getty Images

د فیصل اباد یوه خصوصي ښوونځي کې د او لېول ټولګي د اسلامیاتو استاد بي بي سي ته وویل، دا کتاب د ټول پنجاب خصوصي ښوونځیو کې ډېر منلی دی.

نوموړی هم وايي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې مختلفو خپرنځیو کې دا کتاب پیدا کېږي او ښوونځیو کې لوستل کېږي، خو نیوکه اوس پر کېږي.

دغه استاد وویل، د پنجاب نصاب ادارې چې د دې کتاب په هکله کومه اطلاع ښوونځیو ته لېږلې هغه کې یې د کتاب د نیوکو وړ موادو ته کومه اشاره نه ده کړې.

پاکستان کې هر کال تر یو لک زدکوونکي د او لېول درس وايي او ښوونکي وايي د دې کتاب په ځای دوی نور کتابونه پیدا کوی شي، ځکه یې پر زدکړو یا ازموینو اغېز نشي کېدلی.

اړونده مطالب