مولانا فضل الرحمان: راتلونکو دوو ورځو کې سختې پرېکړې کېږي

مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزی د انځور حقوق Getty Images

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف مظاهرې 'ازداۍ مارچ ' ګډونوالو ته د دغې مظاهرې پر درېیمه ورځ ویلي، 'د اپوزېیسون ګوندونو تر وروستۍ پرېکړې پورې ' دې همدلته 'د غونډې په ځای کې ' ناست اوسي.

نوموړي زیاته کړه، تر راتلونکو دوو ورځو پورې سختې پرېکړې کولای شي، 'چې تسلسل پر ځای پاتې شي. ' نوموړی وايي، په سوله ییز ډول به مخکې ځي او په وینا یې د 'ناروا ' حکومت د نسکورېدو تر مهاله به یې مبارزه روانه وي.

نوموړي زیاته کړه، د خبرو ټولې لارې تړل شوې دي او په خبره یې 'جعلي ' حکومت نن یوه کمېټۍ جوړه کړې، چې وايي د خبرو لپاره یې دروازې پرانیستې دي.

له دې مخکې د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د دغه هېواد اپوزیسیون ګوندونو له لوري د لومړي وزیر عمران خان د استعفا غوښتنه رد کړه.

د ګوند مرکزي کمېټې له غونډې وروسته خبریالانو ته وینا کې د تحریک انصاف ګوند مشرتابه غړو وویل، له وخته مخکې ټولټاکنې هم نه کېږي.

تحریک انصاف مشران وايي، له اپوزېسیون سره د خبرو لپاره یې دروازې پرانیستې دي، خو په وینا یې د لومړي وزیر د استعفا په تړاو هېڅ ډول خبرې نه کوي.

د حکومتي مذاکراتي ډلې مشر او د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک وايي، 'پاکستان دومره کمزوری هېواد نه دی، چې څلوېښت یا پنځوس زره کسان به راځي او ټول نظام به نسکوروي. '

له دې مخکې پرون جمعه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ازادۍ مارش غونډې ته وینا کې مولانا فضل الرحمان حکومت ته ګواښ وکړ چې دوې ورځې وخت لري او دې دوو ورځو کې باید استعفا وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د لومړي وزیر عمران خان د استعفا غوښتنه رد کړه

نوموړي وویل:

''دوې ورځې فرصت لرئ، تاسې باید استعفا وکړئ. دوې ورځې وخت شته، که نه زموږ مخه مه نیسئ چې موږ د ادارو په تړاو څه نظر لرو. ''

بل لور ته مولانا فضل الرحمان د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې نوموړی هڅه کوي د پاکستان پوځ یو لوریز وښیې چې دا ورته نه دي پکار.

نوموړي دا خبرې پرون جمعه رسنیزو پلاوو ته وکړې. له دې مخکې د پاکستان پوځ رسنیز دفتر 'ای ایس پي ار' خصوصي شبکې سره په خبرو کې ویلي و چې مولانا دې پر پوځ د تورونو پرځای په ټاکنو کې د روڼوالي په اړه خپل شکایت اړوندو ادارو ته وکړي.

نن شنبه په دې تړاو له خبریالانو سره خبرو کې دفاع وزیر پروېز خټک وویل، پر ملي ادارو اپوزیسیون نیوکې کړې دي: اپوزېسیون دې له هېواد سره د دشمنۍ خبرې نه کوي، ادارې زموږ ټولو دي.

نوموړي زیاته کړه، ''ای ایس پي ار څرګنده کړه چې دوی د هر جمهوري حکومت ملګري دي. ادارې بې پرې دي، موږ سیاسي خلک یو، زموږ تر شا د ادارو لاس نه شته. ' '

بل لور ته پر دویمه ورځ هم پلازمېنې اسلام اباد ته د حکومت خلاف غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان له بېلا بېلو سیمو د لاریونونو په بڼه خلک روان وو. د جمعې پر شپه مولانا فضل الرحمان له ټولو پاکستانیانو وغوښتل چې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لاړ شي. نوموړي لاهور ته نژدې د تبلیغي جماعت له ګډونوالو وغوښتل، چې:

د انځور حقوق Getty Images

''موږ ته دعا وکړئ او کله چې اجتماع ختمه شي، په اسلام اباد کې د ازادۍ مارش کې له موږ سره ګډون وکړئ. ''

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله سحر بلوڅ وايي، د غونډې ډېرو ګډونوالو له ځان سره د خوراک او څښاک لپاره هم توکي راوړي دي. په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه کارکوونکي د بي بي سي خبریالې ته وویل، ''فعالانو له پنځلسو تر شلو ورځو پورې د خوراک، څښاک توکي زېرمه کړي او ورته ویل شوي چې د راتلونکي امر انتظار وکړي. ''

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، د اپوزیسیون دغه احتجاج ته د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وړمه شپه وینا وکړه او پرون یې په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو د پاکستان یوه بل پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بیا نننۍ غونډې ته وینا کې وویل، په پاکستان کې به هر کس د اساسي قانون احترام کوي.

''پوځیان، له سرتېري نیولې تر جرنېله لوړه کوي چې زه به اساسي قانون منم او پر سیاست به کار نه لرم او موږ دلته د همدې لپاره راغلي یو چې دلته به هر څوک اساسي قانون مني. ''

غونډې ته د پاکستان پارلمان کې د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن)، د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هم ویناوې کړې.

Image caption دې غونډې ته د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو فعالان د لاریون په شکل ورغلي

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډه به تر څه وخته دوام وکړي، چې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان ورته د لاریونونو په شکل له خوړو او نورو اړتیا وړ موادو سره راغلي دي.

خو د حکومت او مظاهره کوونکو تر منځ د یوې هوکړې له مخې به د ازادۍ مارش ګډونوال د سیمه ییزې ادارې له لوري ټاکل شويو حدونو کې دننه غونډې کوي. نن ګهیځ د عوامي نېشنل ګوند په ګډون د ځینې سیاسي ګوندونو لاریونونه پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېدل.

دغه احتجاج د روانې میاشتې پر ۲۷ نېټه د لاریون په بڼه پیل شوی و چې د اپوزېسیون نژدې ټولو ګوندونو یې ملاتړ کړی او اوس یې زرګونه پلویان د اسلام اباد په پېښور موړ سیمه کې د احتجاج لپاره راټول شوي دي.

اړونده مطالب