ارامکو؛ د نړۍ د تېلو تر ټولو ستر شرکت ولې خپله ونډه پلوري؟

آرامکو د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارامکو تېر کال ۲۲۴ میلیارد ډالر عاید درلود.

د سعودي د تېلو ملي شرکت ارامکو وايي پلان لري چې خپله ونډه د ریاض ونډو بازار کې وپلوري او که دا کار کېږي دا به نړۍ کې تر ټولو لویه عرضه وي.

دا ګام د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادي پلان برخه دی.

سوداګریزې سرچینې وايي، سعودي تمه لري چې د کمپنۍ یو یا دوه سلنه برخه وپلوري.

له دې مخکې اول ځل چینايي شرکت علي بابا د نیویارک ونډو بازار کې پر ۲۰۱۴ کال خپله ونډه وپلورله چې ارزښت یې ۲۵ میلیارد ډالر و او دې سره یې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.

* تېل څنګه د نړۍ یو ګرانبیه توکی شو؟

* امریکا د تېلو خپلې زېرمې کومې ورځې ته ساتلې؟

ارامکو د سعودي د تېلو ملي شرکت دی او د شمېرو له مخې یې تېر کال ۲۲۴ میلیارد ډالر عاید درلود.

پر ۲۰۱۸ کال ارامکو ورځانه ۱۳،۶ میلیون بیلره یا بېرله تېل تولید کړل او دا کچه د برتانیا د "بي پي" او "رویال ډاچ شل" په څېر د تېلو له د سترو شرکتونو له تولید ډېره ده.

سعودي نړۍ کې د تېلو ستر صادروونکی دی، خو پر ارامکو له برید وروسته یې نږدې ۵،۷ میلیون بیلر تېلي تولید کم شو. دا اندازه د نړۍ د تېلو بازار ته د ورځنیو وړاندې شویو تېلو ۵ سلنې سره برابره ده.

دې برید پسې د نړۍ له دریو سترو موسسو د فېچ په نوم باور سنجوونکې موسسې د سعودي د باور کچه یوه درجه ټیټه کړه.

د ونډو بازار کې ارامکو ولې مهمه ده؟

د انځور حقوق Getty Images

د ونډو بازار ته د سعودي د تېلو ملي شرکت د ونډې وړاندې کولو اصلي لامل ښايي د هغو هڅو برخه وي چې له مخې یې سعودي غواړي پر تېلي عاید تکیا کمه کړي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هیله من دی چې د ۲۰۳۰ لرلید په نوم پلان به یې راتلونکو لسو کلونو کې د خپل هېواد اقتصاد بدل کړي.

نږدې دوه میاشتې مخکې ریاض دا هم وویل چې د ۴۹ هېوادونو لپاره د ویزې لرې کولو سره بهرنیو ګرځندویانو یا سیلانیانو ته خپل ور پرانیځي.

سعودي پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال په ملي ناخالص تولید کې د ګرځندوی صنعت عایدو ونډه لس سلنې ته ورسوي.

ارامکو څومره شتمني لري؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption محمد بن سلمان پلان لري چې تر لسو کلونو د خپل هېواد اقتصاد بدل کړي.

ارامکو نړۍ کې د تېلو تر ټولو ستره کمپني ده او بلومبرګ یې شتمني یا ارزښت ۱،۲ زیلین یا یو زر دوه سوه میلیارد ډالر اټکل کړی دی؛ خو د سعودي چارواکي دا شتمني دوه زره میلیارد ډالره بولي.

د دغه شک له امله د ونډو بازار ته د ارامکو وړاندې کول څو ځلې ځنډېدلي دي.

د سږ کال لومړۍ نیمايي کې یې ګټه ۴۷ میلیارد ډالره وه، خو په دغه مهال د اپل امریکايي شرکت ګټه ۲۱ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالره وه.

د اکسون موبیل په نوم د ګاز او تېلو شرکت هم په دغه مهال ۵،۵ میلیارد ډالر ګټه درلوده.

وروستیو کلونو کې که څه هم د تېلو په ځای د نورې انرژۍ سرچینې مخ په وده دي، خو بیا هم تېل او ګاز د دې ډګر اصلي لوبغاړي بلل کېږي.

سعودي کې د تېلو د سپړلو یوه ښېګڼه دا ده چې د ځمکې سر ته نږدې دي او اسانه چاڼ کېږي.

سعودي کې د ځینې تېلي زېرمو اېستل ارځان هم دي. بیلر ته تر رسېدو مخکې ان ځینې تېل ورته له لس ډالرو په کمه بیه تمامېږي.

خو بازار کې اوس د هر بیلر تېلو بیه تر ۶۰ ډالر لوړه ده او همدا وجه ده چې ارامکو ډېره ګټه کوي.

ارامکو څنګه جوړه شوه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي او د امریکا د تېلو کمپنۍ تړون سره ارامکو جوړه شوه.

د ارامکو بنسټول هغه مهال پیل شول چې پر ۱۹۳۳ کال سعودي له "سټنډرډ ایل کلیفورنیا" شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

د عربي- امریکايي تېلو شرکت یا ارامکو پر ۱۹۴۴ کال د "سټنډرډ ایل کلیفورنیا-عربي" شرکت د نوم په بدلولو سره رامنځ ته شو.

پر ۱۹۷۶ کال سعودي د دې شرکت ټوله ونډه خپله کړه او نوم یې سعودي ارامکو کړ.

پر ۱۹۸۸ کال د سعودي د تېلو شرکت جوړ شو او د ارامکو ټولې چارې او تاسیسات یې خپل واک کې واخیستل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه کاله مخکې له سعودي وغوښتل چې د ارامکو ونډې د نیویارک ونډو بازار ته وړاندې کړي.

هغه وویل، امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې د ارامکو ونډې اول ځل امریکا کې وړاندې یا عرضه شي او دې کار سره به منندوی وي.

هغه مهال ویل کېدل چې ارامکو به پر ۲۰۱۸ کال خپله ونډه وړاندې کړي، خو تراوسه داسې ونه شول.