چین د ځوانانو لپاره پر انټرنېټي لوبو بندیزونه لګوي

چین د انځور حقوق Getty Images

چین کې حکومت اعلان کړی چې د ځوانو کسانو لپاره پر انټرنېټي لوبو بندیزونه لګوي. د نویو محدودیتونو له مخې به له اتلس کلنۍ کم عمره ځوانانو ته د شپې له لسو د ګهیځ تر اتو پورې د انلاین لوبو اجازه نه ورکول کېږي.

دوی به دغه راز د کاري ورځو اوږدو کې د ورځې له مخې د یوه نیم ساعت لپاره او د اونۍ د پای ورځو یا په رخصتیو کې د دریو ساعتونو لپاره د انلاین لوبو اجازه لري.

دغه بندیزونه د چینايي حکومت د هغو هڅو برخه دي چې د ویډیويي لوبو مخنیوي لپاره یې پیل کړي دي. چینايي چارواکي وايي، پر دغه ډول لوبو روږدي کېدل د ماشومانو د روغتیا لپاره خطرناک دي.

چین په نړۍ کې د ډیجیټل لوبو لپاره تر ټولو لوی بازار بلل کېږي.

کلیسا کې انټرنېټي لوبې روسی ځوان زندان ته ورساوه

د ماشومانو د لوبتوکو بدلون او پر راتلونکې یې اغېز

د حکومت له لوري په هغه رسمي اعلامیه کې چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې ویل شوي، له اتو تر ۱۶ کلنۍ پورې ماشومان کولای شي په میاشت کې د انلاین لوبو لپاره ۲۰۰ یووان یا ۲۹ ډالرو پورې لګښت وکړي او له ۱۶ تر ۱۸ کلنو پورې عمر لرونکي ځوانان کولای شي دې لړ کې ۴۰۰ یووانه لګښت وکړي.

چین حکومت پر ویډیويي لوبو ډېرې نېوکې کوي او وايي پر ځوانو خلکو ناوړه اغېز کوي.

تېر کال د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' پر دغه ډول لوبو روږدیتوب چې دوی د 'ګېمینګ ډس ارډر ' نوم ورکړی، لومړی ځل د رواني روغتیا د یو ډول حالت په توګه اعلان کړ.

دا وروستیو کې د امریکا رواني درملنې ټولنې د رواني ناروغیو په نوملړ کې دا رسماً نه مني او د ډیجیټل لوبو روږدیتوب په تړاو د نورو څېړنو خبره کوي.

خو ځینې هېوادونو کې له حده ډېرې دغسې لوبې یوه روغتیايي ستونزه بلل کېږي او ځینې داسې روغتیايي مرکزونه یې فعال کړي چې د دغه حالت درملنه کوي.