فرانسه ولې د کډوالو ضد قانون سختوي؟

نخست وزیر فرانسه د انځور حقوق EPA

فرانسه وايي د کډوالو په هکله خپل قانون سختوي. د فرانسې حکومت پرېکړه کړې چې د کډوالو ځینې خېمې هم ټولې کړي، د بهرنیو کارګرو لپاره ونډه مالومه کړي او له بېړنیو اړتیاوو پرته نوي کډوال روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.

داسې ښکاري چې دا بدلون د ولسمشر ایمانویل مکرون د ټاکنیزو اندېښنو په لار کې د کډوالو موضوع سره تړلی وي.

د فرانسې لومړي وزیر اېډوارډ فیلېپ خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو پر کډوالۍ سیاست بیا کنټرول ولرو. په دې مانا چې وایو هو، نو موخه مو هو وي او کله چې وایو نه نو ځواب مو په ریښتیا هم نه وي."

ایمانویل مکرون هڅه کوي چې د ۲۰۲۲ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا ولسمشر شي، خو نظرپوښتنې ښیي چې دې برخه کې یې د توندلاري ښي ګوند مشرې مارین لوپن نژدې سیال دی.

مېرمن لوپن مخکې هم ښاغلی مکرون تورن کړی چې د کډوالو په هکله ډېر نرم سیاست لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه د کډوالو ځینې خېمې ټولول هم غواړي.

مکرون چې خپله منځلاری دی له دې مخکې هم د کډوالۍ سیاست له امله د ښي اړخو له فشار سره مخ و، خو د نوموړي اوسني پلانونو فرانسه هم د برتانیا، ایټالیا او سوېډن په څېر اروپایي هېوادونو کتار کې ډروله ده، چې د کډوالو په هکله ډېر سخت سیاست غواړي.

ښاغلی فلېپ وایي، فرانسه پرانستې، خو نه ساده دریځ لري.

د هغه په خبره، د فرانسوي وګړو او له پوپولېزم د لرې پاتېدو ترمنځ یې انډول جوړ کړی دی.