کورنیو چارو وزات: طالبانو لوګر کې درې قاضیان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان امنیتي او قضايي سرچینې وايي، د پنجشنبې په ورځ د کابل - ګردېز پر لویه لار د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د پکتیا د استیاف محکمې درې قاضیان او یو مامور له موټره ښکته کړل شوي او وژل شوي دي.
ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، دا کسان طالبانو له موټره ښکته کړي او بیا یې وژلي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پکتیا ولایتي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي: "د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د کابل - پکتیا پر لویه محمد اغه ولسوالۍ کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې قاضیان او یو اجراییه کارکوونکی د طالبانو له خوا وژل شوي."
کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان له موټره ښکته کړل شوي او بیا وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د جزا د دېوان مشر نور الله قرباني، ددغه دېوان غړی زین الله حافظي، د پکتیا ولایت د عامه امنیت د دېوان غړی محمد اېمل او د دغه ولایت د استیاف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د دېوان اجراییه مامور سید کبیر شامل دي.
د افغانستان د قضايي ادارو د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پر دغو درېیو قاضیانو سربېره، افغانستان کې ۶۶ قاضیان وژل شوي او ټپبیان شوي دي.
وړاندې، افغان قاضيانو ویلي وو، د خونديتوب لپاره یې پوره ګامونه نه دي اخیستل شوي، او که ورته پام ونه شي په وينا يې قاضیان ډېر په اسانۍ سره په نښه کېدای شي.
څو کاله وړاندې، د کورنیو چارو وزارت وروسته تر هغه د افغان قاضیانو د ساتنې لپاره د ۷۰۰ سرتېرو د ګومارلو پلان جوړ کړ، چې په هېواد کې پر قاضیانو بریدونه ډېر شول.








