فينتانيل: د خورا زورورو نشه يي موادو قاچاقبر زنداني شوي

فينتانيل د انځور حقوق Getty Images

د امریکايي او چینايي چارواکو لخوا لومړی ځل په تحقیقاتو کې له مهمې همکارۍ وروسته په چین کې د خورا مضرو مخدره موادو قاچاق په تور نهه کسان زندان ته استول شوي دي.

دغه نشه يي مواد فينتانيل نومېږي چې د درد مخنیوي اوپیاویډ په ګډون د ځینې مخدرو درملو ګډوله ده، د هروینو پوډرو پرتله ۵۰ برابره زیاته زوروره نشه لري.

په تېر اګست میاشت کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، چینايي چارواکو امریکا ته د دغو مخدرو موادو لېږد مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه وو کړي.

اوس چینايي محکمې ویلي، دا لومړی ځل دی چې چینايي او امریکايي چارواکي دې لړ کې ګډ کار کوي.

ولسمشر ټرمپ ادعا کړې چې فينتانيل هر کال ۱۰۰ زره امریکایان وژني، خو ځینې امریکايي چارواکي بیا دا شمېرې کمې ښيي.

د اسلام اباد ښوونځیو کې څومره نجونې نشه کوي؟

هغه محصل ته سزا ورکړل شوې چې له چرسو یې کیک چمتو کړی و

د سلګونه زره انسانانو دښمنه کوچنۍ ګلابي ګولۍ

د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې څېړنې پایلې د چین په شمالي ښار شینګتای کې اعلان شوې دي.

دې لړ کې یوه کس ته اعدام ځنډول شوې سزا ورکړل شوې، چې معمولاً دغسې کسان ټول عمر په زندان کې تېروي او دوو نورو کسانو ته د عمري زندان سزا ورکړل شوې ده، پاتې شپږو کسانو ته بیا له شپږکالو تر لسو کالو پورې د زندان سزا ورکړل شوې ده.

د فينتانيل په تړاو ویل کېږي چې پر مخدرو موادو روږدیتوب ورسره ډېر شوی دی.

په امریکا کې دغه ډول درد ارامونکي درمل د سرطان په څېر ناروغیو د سختو دردونو مخنیوي درمل د ډاکټر نسخې له مخې ورکول کېږي، خو ډېری مهال په غیر قانوني توګه تر لاسه کېږي او له نورو مخدرو سره په جعلي توګه یوځای کېږي.

دا په نسبي ډول ارزان بیه دي او هغه خلک یې استعمالوي چې له قانوني لارې درمل نه شي اخیستلای، ډاکټر یې د استعمال اجازه نه ورکوي او یا انشورنس پالیسي نه لري.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption دا لومړی ځل دی چې چینايي او امریکايي چارواکي په داسې یوه قضیه کې ګډ کار کوي.

امریکا حکومت تېر کال وویل، د فينتانيل شتون له کبله پر کوکاینو د روږو کسان مړینه کې هم ډېروالی راغلی.

بیجینګ په تېر کې فينتانيل تولید ډېرېدو په هدف مالیو کې کموالی راوستی و او ولسمشر ټرمپ له ډېره وخته پر دغه هېواد تور پورې کوي چې د ستونځې لامل دی.

چین سږ کال د امریکا له غوښتنې وروسته اعلان وکړ چې د فينتانيل اړوند ټول اجزا د کنټرول درملو په نوملړ کې شاملوي، خو وروسته ولسمشر ټرمپ پر چینايي ولسمشر شي ژینپنګ تور پورې کړ چې د دغو مخدرو موادو مخنیوي لپاره یې پراخ عملیات نه دي کړي.