''په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ شبکه''

  • 7 نومبر 2019 - 16 لړم 1398
ایران، سعودي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د څېړنې رپوټ وايي په منځني ختیځ کې د ستراتیژیک نفوذ ډېرولو مبارزه ایران له خپل سیال سعودي عربستان نه ګټي.

په لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د ادارې د څېړنې رپوټ له مخې ایران په منځني ختیځ کې د ستراتیژیک نفوذ ډېرولو مبارزه له خپل سیال سعودي عربستانه ګټي.

ویل کېږي، په داسې حال کې چې د ایران رقیبان په ملیاردونو ډالر د برتانیا په ګډون له لوېدیځه د وسلو په اخیستلو لګوي، ایران توانېدلی چې په بریالیتوب په سیمه کې خپل ستراتیژیک نفوذ ډېر کړي.

د نوموړې ادارې د موندنو له مخې ایران د سوریې، لبنان، عراق او یمن په چارو کې لوی نفوذ لري.

دا حقیقت چې ایران په منځني ختیځ کې په پټه د نادولتي ټلوالو یوه شبکه جوړه کړې چې د ''نیابتي ملېشو '' په نامه مشهوره ده نوې خبره نه ده.

ایران: د یورانیمو د پخولو بهیر بېرته پیلوو

ایران کې د امریکا د سفارت نیول

ایران کې د یوه امریکایي د موندلو لپاره ۲۰ میلیون ډالري جایزه

ایران په لبنان کې حزب الله ډلې ته د خپلې انقلابي ایډیالوژۍ د صادرولو هڅه کوي او له هغه مهال راهیسې چې په ۱۹۷۹ کال کې ایت الله روح الله خمیني بېرته تهران ته ستون شو خپل نفوذ یې له خپلو پولو بهر هم غځولی دی.

د ستراتیژیکو مطالعاتو ادارې رپوټ چې په ۲۱۷ مخونو کې ''په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ شبکې '' تر عنوان لاندې خپور شوی په سیمه کې د ایران د فعالیتونو په اړه ډېر جزییات ورکړي دي.

د قدس ځواک

ایران په منځني ختیځ کې د شته ځواک د اغېزمنتیا انډول د رپوټ په ګټه بللی دی، خو د رپوټ لیکوالان استدال کوي د څېړنو په ترڅ کې دې پایلې ته رسېدلي چې ایران په سیمه کې د خپل نفوذ له پاره شته ډلې کاروي او په دې برخه کې د قدس ځواک چې د اسلامي انقلابي ګارد په چوکاټ کې په بهر کې فعالیت کوي مهم رول لري.

دواړه د قدس ځواک او مشر یې تورن جنرال قاسم سلیماني مخامخ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته ځوابویونکي دي.

د رپوټ لیکوالان وايي په دې توګه دغه ځواک خپلواکي لري او د ایران پوځي قوانینو ته پام نه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د قدس ځواک مشر تورن جنرال قاسم سلیماني

له هغه مهال راهیسې چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکا په عراق کې د صدام حسین رژیم نسکور کړ، د قدس ځواک په منځني ختیځ کې خپل فعالیتونه ډېر کړي او خپلو پلوي ډلو ته روزنه، پیسې او وسلې ورکوي.

د اپریل په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران قدس ځواک بهرنی ترهګر سازمان وباله. دا لومړی ځل و چې امریکا د یوه بهرني حکومت یوه برخه په دې نامه یاده کړه.

د ولسمشر ټرمپ دې خبرې ته په غبرګون کې ایران په خلیج کې د امریکا پوځ یو ترهګر عنصر وباله.

جک سټرا چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۶ کال پورې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر و او څو ځلې یې ایران ته سفرونه کړي ګومان کوي چې د جنرال سلیماني رول یوازې د یوه پوځي قومندان ترحده محدود نه دی.

ښاغلی سټرا وايي قاسم سلیماني په سیمه کې خپله بهرنۍ تګلاره د قدس ځواک په ملاتړ پرمخ بیايي.

د سفارت غبرګون

د ستراتیژیکو مطالعاتو د ادارې رپوټ ته په غبرګون کې په لندن کې د ایران د سفارت یوه ویاند وویل:

''که د رپوټ موخه دا وي چې په سیمه کې د ایران رول ته درناوي وشي نو دوی یې د یوې ښې نښې په توګه هرکلی کوي. ''

ویاند وویل:

"د ایران له پامه غورځولو تګلاره کار نه کوي، ایران شته، ایران په بریالیتوب سره د امریکا د اقتصادي ترهګرۍ زیان ګاللی دی، ایران یو ځواکمن ملت دی او په سیمه کې د نوښتونو او ګډې همکارۍ له پاره له ګڼو هېوادونو سره ډېرې اړیکې لري."

حزب الله ډله

د ستراتیژیکو مطالعاتو د رپوټ له مخې د لبنان حزب الله ډله چې هم سیاسي او هم وسله واله ده د ایران د متحدو ډلو ترمنځ ځانګړی ځای خپل کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بېروت کې د حزب الله ډلې پلویان چې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خمنايي تصویر ورسره دی.

حزب الله ډلې په سوریه او عراق کې په کړکېچونو کې مهم رول لرلی دی. په سوریه کې یې د دولتي ځواکونو په څنګ کې د بشارالاسد په پلوي جګړې کړې او په عراق کې یې د شیعه ملېشو ملاتړ کړی.

رقیبانو ته مزاحمت

ایران غواړي چې امریکا له مینځني ختیځه لاړه شي او په دې توګه ایران په سیمه کې حاکم پوځي ځواک شي. سعودي عربستان، بحرین او په ځانګړې توګه متحده عربي امارات هوډ نه لري چې امریکا دې لاړه شي او ایران دې امریکا ځای ناستی شي.

کله چې په ۲۰۱۱ کال کې عرب پسرلي پیل شو ایران په بحرین کې پانګونه وکړه، شیعیه ګان یې چې د هېواد د وګړو اکثریت دي شکایت کولو ته وپارول او ځینو خونړیو ډلو سره یې د وسلو مرسته وکړه.

د ستراتیژیکو مطالعاتو په رپوټ کې ویل شوي چې:

"په بحرین، سعودي عربستان او کویت کې له ملېشه ډلو سره د ایران ملاتړ په دې خاطر و چې د خپلو حکومتونو پر وړاندې ودرېږي او حکومتونه یې له امریکا سره د ملګرتیا سیاسي بیه پرې کړي."

رپوټ زیاتوي چې د دې ډلو له خوا ګواښ کنټرولېدای شي، خو په تېره سپتمبر میاشت کې د سعودي د تېلو پر چڼځایونو د توغندیو او ډرون حملو وښودله چې د خلیج هېوادونه څومره د دغسې بریدونو پر وړاندې زیانموونکي دي.

په داسې حال کې چې سعودي عربستان له امریکا نه په ګرانه بیه د توغندیو ضد سیستم اخیستی خو دې سیستم ونه شو کولای چې د ټیټې کچې بریدونو مخه ونیسي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل داسې قانع کوونکي شواهد شته چې د تېلو پر چڼځایونو په بریدونو کې ایراني توغندي چې د سعودي له شمال نه توغول شوي وو کارول شوي، خو ایران په دې بریدونو کې هر ډول ښکېلتیا ردوي.

ورته مطالب