احتجاجیانو له ښاروالې د سر وېښته پرې کړل

  • 7 نومبر 2019 - 16 لړم 1398
د انځور حقوق EPA
Image caption پر پاترېشیا ارک سور رنګ ښېندل شوی او د سر وېښته ترې پرې کړل شوي دي

د بولیویا یوه کوچنۍ ښار پر ښاروالې اپوزېسیون فعالانو د احتجاج پر مهال برید کړی، لوڅې پښې یې د ښار په لارو کوڅو کې ګرځولې، سور رنګ یې پرې شېندلی او په زور یې د سر وېښته ترې پرې کړي دي.

د واکمن ګوند ماس غړې ښارواله پاترېشیا ارک احتجاجیانو څو ساعته وروسته پولیسو ته وسپارله. دا په بولیویا کې له ناندریزو ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د حکومت پلوه او اپوزېسیون سیاسي فعالانو تر منځ د مخامخ ټکر وروستۍ پېښه ده.

دغه تاو تریخوالي کې تر اوسه لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښارواله څو ساعته وروسته پولیسو وژغورله

د اکتوبر ۲۰ له ولسمشریزو ټاکنو وروسته په وینتو نومي ښار کې د اپوزېسیون پرلپسې احتجاج پر مهال ګنګوسه خپره شوه، چې د ولسمشر اېوو مورالیس له پلویانو سره نښته کې د اپوزېسیون دوه فعالان وژل شوي دي.

احتجاجیان له هغه وروسته د ښاروالې ارک دفتر ته ورغلل او پرې یې د ولسمشر پلویتوب تور پورې کړ.

دوی نوموړې د هغو خنډونو په لرې کولو هم تورنه کړه چې دوی په لارو کې درولي وو او د هغې پر ضد یې د 'وژونکې، وژونکې ' شعارونه ورکول.

مخ پټو کسانو وروسته ښارواله د ښار لارو کوڅو ته کش کړه، د سر وېښته یې ترې پرې کړل او په زوره یې د استعفا لیکلو ته اړایسته. پولیسو وروسته نوموړې یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدوله.

د انځور حقوق Reuters

د ښاروالۍ په ودانۍ کې د نوموړې د دفتر له هندارو ماتولو وروسته دفتر ته اور ورته کړل شوی.

په بولیویا کې دغه تاو تریخوالی له هغه وروسته پیل شو، چې د ټاکنو په شپه د ۲۴ ساعتونو لپاره د رایو شمېر داسې وځنډول شو چې تمه یې نه کېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption احتجاجیانو د ښاروالې دفتر ته اور اچولی

د همدې ځنډ له کبله د اپوزېسیون کاندید کارلوس میسا پلویانو ګومان وکړ چې د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر مورالیس په واک کې د پاتې کېدو لپاره په رایو کې لاسوهنه شوې چې له ۲۰۰۶ راهیسې واکمن دی.

په حتمي نتایجو کې ولسمشر هغه لس سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې یې د بریا لپاره پکار وې.

اړونده مطالب