نیل سیند به د اوبو جګړې ډګر شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بي بي سی خبریال وايي، پر نیل سیند دا بند ممکن د اوبو نړیوالې جګړې پیلامه وي.

افریقا کې د بي بي سي خبریال الېسټر لیټهډ وايي، که ایتوپیا له مصر او سوډان سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښايي پر نیل سیند یو نوی برېښنابند د اوبو جګړې پیلامه شي.

تر ډېره ویل کېږي چې بل نړیوال جنګ به د اوبو په سر وي او هغه هم په داسې مهال چې دې برخه کې نیل سیمه تر ټولو ډېره لانجمنه ده.

مصر او ایتوپیا پر دې مسله ډېر سخت اختلاف لري. سوډان یې په منځ کې دی او د نړۍ تر ټولو ستر سیند نیل په غاړه ستر جیوپولیېټک بدلون هم پېښېږي.

پر نیل سین د برېښنا بند جوړولو خبره له کلونو راهیسې روانه ده، خو ایتوپیا یې هغه مهال چارې پیل کړې، چې عرب پسرلی پیل شو او مصر کې کورنۍ لانجې وې.

د فرعون د خولې خبره ده، چې مصر د نیل ډالۍ ده او د دې سیمې خلکو دا سین د خدايي په کچه لمانځه

* افغانستان څومره اوبه لري؟

* "ډېره اسماعیل خان یو وخت تر اوبو لاندې و"

زرګونه کلنه کېږي چې مصر پراخه سیمه کې نفوذ درلود، خو اوس د ایتوپیا لوړ خیالونه د دې وضعیت بدلون ښيي.

کم شمېر افریقايي هېوادونه په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د دې وچې د وګړو د دوه برابره کېدو سره د مقابلې لپاره ځانګړي پلانونه لري.

ایتوپیا کې له دې او سیاسي ننګونو او د کمې ازادۍ سره سره دا هېواد صنعتي سیمې جوړوي چې خپل ځان په سیمه کې په برلاسي او د منځني پوړ هېواد بدل کړي، ځکه یې برېښنا ته هم اړتیا زیاتېږي.

ټاکلې ده چې د نړۍ یو تر ټولو ستر برېښنا بند او د افریقا تر ټولو ستر هایدرو الیکټریک برېښنابند دا ستونزه اواره کړي.

خو د ایتوپیا لوړو کې د نیل سین ۸۵ سلنې بهېدو مصر اندېښمن کړی چې ممکن سیال یې د دې سیند د اوبو واک خپل کړي.

د ایتوپیا د اوبو، برېښنا او اوبخور وزیر سلشي بکل وايي، دا یې د هېواد یوه مهمه پروژه ده:

"د اوبو کنټرولولو مسله نه ده، بلکې داسې چانس برابرول دي چې ور سره برېښنا پراخه کړو او د هېواد له ودې سره مرسته وکړ. دا کار به د نیل په غاړه نورو هېوادونو ته هم ډېره ګټه ورسوي".

سوډان د دې خبرې هرکلی کوي.

د ایتوپیا رنسانس برېښنا بند د پولې څو کیلومترۍ کې دی او اوس نور جوړ شوی، بل پړاو یې د برېښنا جنراتورونو لګول دي چې د ارځانه او نوېدونکې برېښنا بهیر په تارونو کې روان شي.

برېښنابندونه په ورته مهال د سیندونو بهیر هم منظموي.

دمګړۍ سوډان کې د سیند د اوبو لوړه او ټیټه کچه اته متره ده او دې مسلې د سوډان لپاره کرنه سخته کړې ده.

خو که نیل ته هر ګواښ کېږي د مصر د خپلواکۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.

جرمني کې یو مصری څېړونکی راویه توفیق وايي، "د برېښنا بند جوړول د لوبې ډګر بدلوي او سیمه کې نوی نظم جوړوي. اول ځل ایتوپیا چې نیل سیند ترې سرچینه اخلي، خپل هېوادنی فزیکي ځواک یې له خپل اړین اقتصادي ځواک سره د یوه برېښنا بند لپاره یو ځای کړی دی".

Image caption د نوی برېښنا بند یوه څنډه

د مصر د اوبو سرچینو وزیر محمد عبدالعطي ډېر غوسه دی:

"موږ د سل میلیون خلکو د ژوند مسوول یو. موږ ته رسېدونکې اوبه که یوه سلنه هم کمې شې، نتیجه کې یې د اتیا زره هکتاره ځمکې حاصل له لاسه ور کوو. دا په دې مانا چې نږدې یو میلیون کسان بې کاره کېږي. دا د نړیوال کړکېچ مسله ده".

هایدرو الکټریک برېښنابندونه اوبه نه مصرفوي، خو څومره چټکتیا سره چې ایتوپیا غواړي بند کې اوبه ټولې کړي، د اوبو پر بهېدو اغېز کوي.

ایتوپیا غواړي ژر تر ژره د برېښنا تولید پیل کړي، خو اول باید ډنډونه له اوبو ډک کړي او دا کار ډېر وخت غواړي.

که ټاکلې وي چې دا ډنډونه دریو کلونو کې ډک شي بیا هم د اوبو بهېدل اغېزمنوي، خو که له دې په ځنډ یا شپږو اوو کلونو کې ډک شي، د اوبو بهېدل ډېر نه اغېزمنېږي.

* سعودي به اخر د څښلو اوبه له کومه کوي؟

* "که وچکالي همداسې روانه وي د ایران په نوم څه نه پاتې کېږي"

دې برخه کې د مصر او ایتوپیا ترمنځ خبرې هم ښه پرمختګ نه کوي.

خبرې د بند د جوړولو د اغېز ارځولو ته نه دي رسېدلې، یوازې د اغېز د ټاکلو تر لارو چارو محدودې دي.

سوډان او مصر هم له اوبو د سوډان د کار اخیستو پر اندازه او له بند جوړېدو وروسته د دې اندازې د زیاتېدو پر سر اختلاف لري.

جالبه خبره دا ده چې مصر پر ۱۹۶۰ کال پر نیل سیند برېښنابند جوړ کړ.

هغه وخت دغه انقلابي هېواد ته چې له ښکېلاک یا استعمار تازه خلاص شوی و دا کار لویه لاسته راوړه بلل کېده او ایتوپیا هم اوس دا خیال لري.

Image caption ایتوپیايي کبګر نیل سیند کې کبان نیسي.

ایتوپیا له نړیوالې مرستې پرته دا کار بشپړوي، خو ټول له دې خبرې خوشال نه دي.

په کال کې د دولتي کارمنانو د یوې میاشتې تنخا د دې برېښنا بند جوړولو ته بېله شوې او دې کار ډېر خپه کړي دي.

د دې بند د جوړولو د بلې برخې مالي لګښت د پیدا کولو لپاره پورپاڼې(هغه پاڼې چې د فزیکي پیسو په ځای د باور لپاره ور کول کېږي) پلورل کېږي او هم پچې یا بخت ازمویل پیلېږي.

برېښنا بند ډېر اغېزناک جوړ شوی او د کار له پیلدېو پنځم کال سره یې دریو کې دوه برخې کار بشپړ شوی دی.

مصر له پوځي عملیاتو پرته بل کار نشي کولی، خو دا هم ډېر توندلاری ګام دی.

د همدې لپاره ډیپلوماسي او همکاري د حل یوازنۍ لار ده.

خو چې کله د هېوادونو ترمنخ خبره د ملتپالنې او اهمیت وي، نو بیا دا ډيپلوماسي او همکاري اسان کار نه وي.

د اوبو پر سره د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل مخنیوی ممکن دی او ښايي نړۍ کې د ورته ستونو د اواري بېلګه شي، خو دې برخه کې جوړجاړي ته د مصر، سوډان او ایتوپیا رسېدل به ډېره انرژي وغواړي.