جاپان: په کارځیو کې د ښځو پر عینکو 'بندیز' غبرګونونه پارولي

  • 8 نومبر 2019 - 17 لړم 1398
جاپان د انځور حقوق Getty Images

د جاپان په کارځیو او دفترونو کې د عینکو پر سترګو کول د هغو خبرونو له خپرېدو وروسته پر یوه احساساتي موضوع بدل شول چې وايي، ځینو شرکتونو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي، چې باید عینکي پر سترګو نه کړي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ځینو مغازو یا پلورنځیو مسوولین فکر کوي چې د عینکو پر سترګو کول له مشتریانو سره د (پیکه رویې) نښه ښکاري.

له همدې کبله د جاپان پر خواله رسنیو په کارځایونو کې د ښځو فعالیت او کالیو څرنګوالي په تړاو تاوده بحثونه روان دي.

'هله به د ښځې په شان کالي واغوندم چې ته ولسمشر غوندې چلند وکړې'

ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم

د نېپون ټلویزیوني شبکې او بزنس انسایډر رپوټونو کې ویل شوي، د هوايي شرکتونو کارکوونکو لپاره د دې 'بندیز ' لامل د خوندیتوب اقدامات بلل شوي او دغه راز د ښکلاییزو تولیداتو صنعت کارکوونکو لپاره د سینګار ناسمه څرګندوالی په ګوته شوی دی.

د جمعې پر ورځ د 'عینکې ممنوع ' دي له هشټګ سره د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو پر دې موضوع خپل نظر څرګند کړی دی.

د کیوتو پوهنتون بهرنیو مطالعاتو څانګه کې د ټولنیزو علومو یا سوشیالوژۍ پروفیسره کومیکو نیموتو وايي، جاپانیان 'تاریخ تېرو ' پالیسیو ته غبرګون ښيي.

نوموړې زیاتوي 'داسې دلیل وړاندې کول چې ښځې دې عینکې نه پر سترګو کوي، بې منطقه خبره ده او د جنسیت پر بنسټ تبعیض دی. '

نوموړې ادعا کوي چې دغه راز رپوټونه خپرېدل د 'پخواني دودیز جاپاني فکر ' تصویر وړاندې کوي.

له دې مخکې د جاپان کارځایونو کې د لوړو پوندو سېنډلو یا څپلکو پښو کولو پر موضوع هم ورته بحثونه او نیوکې شوې دي.

په دې لړ کې نژدې ۱۹۰۰۰ کسانو د هغه انلاین غوښتنلیک ملاتړ کړی و چې په جاپان کې د کالیو اغوستلو اصولو پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې وه.

اړونده مطالب