کرتارپور دهلېز: هندیانو ته پاکستان کې خپل معبد ته د ورتګ لاره ورکړل شوه

معبد د انځور حقوق Getty Images

پاکستان هغه دهلیز- لاره پرانیستې چې هندي سکانو ته له ویزې پرته په پاکستان کې خپل یوه معبد ته د ورتګ اسانتیا چمتو کوي.

د کرتارپور دهلیز نومې دغې لارې په وسیله به هندي سیکان له پولې څلور کیلومتره هاخوا د پاکستان په خاوره کې د ګوردواره دربار صاحب لیدو ته ورځي.

له دې مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلی حالت د دې لامل شو چې دغه معبد ته ورتګ اسانه چاره نه وه، خو تېره میاشت دواړو هېوادونو په اسانۍ دغه معبد ته د ورتګ لپاره د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د سیکانو دغه هیله پوره کړه.

د مسلمانانو زیارت کې سیک مینجور

کرتاپور؛ د پاکستان "پټ پلان" ته هوښیار اوسئ

دغه دهلیز د پنجاب ایالت کې دی چې ۱۹۴۷ کال کې یې د هند او پاکستان له بېلتون وروسته خاوره ووېشل شوه.

کرتارپور دهلیز د سیکانو مذهب بنسټ اېښودونکي ګرونانک د زوکړې ۵۵۰ کلنۍ له رارسېدو څو ورځې مخکې پرانیستل شوی، چې د نومبر پر ۱۲ مه نمانځل کېږي.

هندي لومړي وزیر نریندرا مودي او پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د خپلو پولو له لوري د شنبې پر ګهیځ د دغه دهلېز پرانیستنه وکړه.

چارواکي وايي، معبد ته د ورتګ لپاره هره ورځ تر ۵۰۰۰ پورې کسان د دغه دهلېز له لارې تګ راتګ کولای شي.

معبد ته ورتلونکي هندیان به پاسپورټ له ځانه سره ساتي او د ویزې پر ځای به یوازې د سفر اجازه لیک ورکول کېږي، خو د معبد له شاوخوا سیمې د بهر تګ اجازه نه لري او نه هم په پاکستان کې د شپې لپاره پاتې کېدای شي.

دغه معبد پر هغه ځای ودان شوی چې ګرونانک پکې د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي دي.

داسې باور کېږي چې له ګوردواره جنم استان وروسته دا د سیکانو لپاره دویم تر ټولو سپېڅلی ځای دی. ګوردواره جنم استان هم په پاکستان کې ده چې د ګروناک زېږېدو پر ځای ودان شوی دی.

د کرتارپور اوسنی معبد په ۱۹۲۵ کال کې له سیلابونو وروسته ودان شوی و او وروسته ۲۰۰۴ کال کې پاکستان حکومت د دغه معبد ودانیزې چارې بیا تر سره کړې.